د افغانستان د دفاع وزارت او د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په ګډه اعلان کړی چې ډېر ژر به د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د وروستۍ پېښې په اړه پلټنې پیل کړي، د تېری پنجشنبې په ورځ رسنیو داسې رپورټونه خپاره کړل چې د ایساف ځواکونو د ناد علي په ولسوالۍ ګڼ ملکي وګړي وژلي دي. دفاع وزارت او ایساف وايي چې ددغې پېښې په اړه به بشپړه پلټنه وکړي او یو پلاوی یې دغه ولایت ته استولی دی.
پدی وروستیو کې د ایساف او ایتلاف په هوايي بمباریو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې پېښې زیاتې شوي او د افغانانو ترمنځ یې ددغه ځواکونو او پر افغان حکومت بې باورۍ څو چنده زیاتې کړي دي.