دپوټين ګونددروسيې په پارلماني ټاکنو کې بریالی سو
په روسيه کې د پارلماني ټاکنو د بهير لمړنۍ پاېلې ښيي چې دجمهور ريئس ولاډيمير پوټين د« متحدي روسيې ګوند» بريالی سوی او ددې هيواد په پارلماني ټاکنو کې يې د خلکو په سلوکې ۶۲/۸ رايي ګټلي دي .
د رويټر خبري آژانس خبر ورکوي چې د انتخاباتي کوميټې رئيس ولاډيمير چوروف و خبريالانو ته ويلي دي چې تر اوسه پوري په سلو کې ۱۲ رايي حساب سوي دي چې د جمهورئيس پوټين نه وروسته د کمونيسټ ګوند په سلو کې۱۱/۵ رايي ، د ملي ګرايانو ګوند په سلو کې ۱۰/۶ او همدارنګه د عدالت ګوند په سلو کې ۷/۱ رايي لاسته راوړي دي .