د پاكستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني وايي د پاكستان د ملي قايد محمدعلي جناح كورنۍ د ده د نيكه په ذريعه مسلمانه سوې وه.
د نوموړي په وينا د محمدعلي جناح كورنۍ په راجپوت كي اوسېدله چي د ده د نيكه په ذريعه يې اسلام راوړى و.
پاكستاني مورخين وايي دا يو الهامي فيصله وه چي د دوى ملي قايد د غوث الاعظم دستګير د كورنۍ په ذريعه په اسلام مشرف سوى و، او وروسته يې په نړۍ كي د يوه لوى اسلامي هيواد (پاكستان) بنسټ كښېښاوه.
خو ډېرى مورخين حتى عام پاكستانيان اوس هم د محمدعلي جناح پر مسلمانۍ شكمن دي او نوموړى انګرېزانو ته منسوب عيسوى ګڼي او وايي په داسي حال كي چي د محمدعلي جناح نه پلار او نيكه معلوم دي، نه يې چا لمونځ ليدلى او نه يې هم چا كليمه اورېدلې وه، نو دا څنګه مسلمان دئ!
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه