کور / تازه خبرونه / د اروپا تر ټولو لوى مسجد په چيچنيا كي جوړ سو

د اروپا تر ټولو لوى مسجد په چيچنيا كي جوړ سو


د چيچنيا په پلازمېنه ګروزني كي د اروپا تر ټولو نوى او غټ مسجد تېره ورځ د لمونځ كوونكو پر مخ پرانيستل سو.
د دې مسجد د جوړېدو دپاره د چيچنيا پخواني ولسمشر ارواښاد احمد قادروف مټي رانغښتي وه، ځكه يې پر ياد سوي مسجد هم د احمد قادروف نوم ايښى دئ.
په دې مسجد كي چي لومړى لمونځ د جمعې دا پكښي ادا سو، په افتتاحي مراسمو كي يې د ۲۸ هيوادونو استازو ګډون كړى و.
مسجد پر يوه وخت د لس زرو لمونځ كوونكو دپاره د ځاى ترڅنګ د اسلامي څېړنو لوى مركز، اداره، مذهبي كتابتون، هوټل او د طالبانو دپاره هستوګنځي هم جوړ سوي دي.
د چيچنيا د اوسني جمهور رئيس رمضان قادروف ترڅنګ د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين هم تېره ورځ د احمدقادروف له مسجد څخه ليدنه وكړه.