نن سبا، په امریکایي مطبوعاتو کي د افغانستان او پاکستان د پولو په اږدو کي د پښتني قومونو د مسلح کولو موضوع خورا ګرمه ده. امريکايي پوځي مشران، دپلوماتان، مستقل او ازاد مبصرین دې نتیجې ته رسېدلي دي چي په هغه هېواد کي د سولي او ثبات د راوستلو هلي ځلي ناکامه دي. امنيت ورځ په ورځ خرابېږي. اقتصاد په ټپه ولاړ دى. مرکزي حکومت کمزورى او فاسد دى. خلک ناراضه او قهرجن دي. او لنډه داچي وضع بحراني ده. نو بنا، د افغانستان د ارامولو لپاره بايد نوي سياسي او نظامي لاري چاري ولټول سي. په بل عبارت، اوسنۍ ستراتيژي باید بدله سي.
لمړى، د طالبانو او القاعده د ماتولو او ختمولو لپاره بايد قومي اربکيان استخدام سي. د قومونو مشران سره راغونډ او منظم سي. امريکايي او اروپايي چارواکي فکر کوي چي کېدای سي د عراق تجربه په افغانستان کي هم تکراره سي. مانا دا چي په افغانستان کي هم د قومي ملېشاوو په پوځي مټ د طالبانو او ا لقاعدې نوغى وايستل سي. دوهم، د نرمو طالبانو سره خبري وسي، او هغوی په سیاسي پروسه کي داخل سي. د گاونډو هېوادونو څخه وغوښتل سي چي د افغانستان په چارو کي لاسوهني ونه کړي. سيمه ايزه دپلوماسي غښتلې او گړندۍ سي. د مکې مکرمې غونډه د همدغو کوښښونو يو برخه ده.
په عراق کي، د سنیانو قومي ملېشیاوو چي د ویښي شورا تر مشري لاندي فعالیت کوي، په هغه هېواد کي د القاعدې د قاتلانو بېخ وایست. هلته، امریکا سني اقوام د القاعدې پرخلاف مسلح او تقویه کړل. د ځینو رپوټونو په اساس، هر جنګیالي ته د میاشتي درې سوه امریکایي ډالره معاش ورکړل کېږي. په عوض کي، سني قومي ملېشياوو د القاعدې له جګړمارانو څخه خپلي سیمي پاکي کړې. هغوی يې مجبوره کړل چي له عراق څخه په تېښته او تاخته ووځي او افغانستان ته ورشوه سي. د عراق مثبت انکشاف دا مفکوره لا غښتلې کړه چي ښايي په افغانستان کي هم قومي اربکیان د القاعدې او طالبانو په ختمولو کي ممد او ګټور تمام سي.
دغه راز، د طالبانو سره د خبرو کولو مسله هم ډېره توده ده. اکثره امریکایي چارواکي پدې قانع سوي دي چي یوازي پوځي طاقت د حل لاره نده. په بل عبارت، د نظامي زور سره باید دپلوماسي هم ملګرې وي. د بوش د ادارې ځیني مغروره او سرټمبه تیوریسنان بالاخره دېته اړ سول چي د مذاکرې خبره ومني. دا د هغوی لپاره غټه او ستراتیژیکه ماته ده. ځکه د بوش د ادارې چارواکو تل د نظامي حل پلوي کوله، خو وروسته له اوو کالو ناکامیو څخه اوس هغوی دېته حاضر سوي دي چي خپله ایدیولوژیکي ماته و مني. که څه هم، اوه کاله ضایع سول، خواوس هم کېدای سي چي د مناسبو او عملي پالیسیو په زور افغانستان وژغورل سي. اوس به وګورو چي د امریکا مطبوعات پدې باب څه وایي.
د کرسچین ساینس مانیټور ورځپانه د اکټوبر د میاشتي پر ۱۶ باندي لیکي: امریکا غواړي چي افغاني اقوام د طالبانو پر خلاف وکاروي. همدا اوس، ځینو قومونو طالبان له خپلو سیمو څخه پسې اخیستي دي، خو لا ډېري ستونزي پاتي دي.
د حاجي ملک ظاهر ۶۰۰ قومیانو طالبان له خپلی ولسوالۍ څخه و ایستل. دا هغه کار دی چي د امریکا او افغانستان پوځونو دواړو نه سوای کولای. متحده ایالات غواړي چي د افغانستان نور قومونه دېته تشویق کړي چي په خپلو سیمو کي امنیت او د قانون حاکمیت ټینګ کي.
د رېنډ کارپورېشن مبصر، جونز سیت، وایي: د افغانستان حکومت د خطرونو د مخینوي جوګه ندی. نو بنا، د اقوامو سره همکاري او کار کول ضروري دي.
ورځپاڼه لیکي: همدا پالیسي ډېر زیات خطرونه هم لري. که چیري بې ا حتیاطي ورسره وسي، ښايي یو ځل بیا کورنی جنګ جوړ سي. مګر هغه کارونه چي د قومونو مشران کولای سي، حکومت یې نه سي کولای.
د ۱۹۸۰ په کلونو کي امریکا له افغانستان څخه د شورویانو د ایستلو په غرض محلي جنګیالي مسلح کړل. د شورویان د وتلو سره سم داخلي جنګونه شروع سول، او په زرهاوو بې ګناه افغانان پکي سټ سول. همدغو کورنیو جنګونو د طالبانو د بري لپاره لاره اواره کړه.
د افغانستان قومي جوړښت پېچلی او مغلق دی. که چیري پښتانه اقوام تقویه سي، ښایي تاجیک او هزاره ګان په غوسه سي. که چیري د یوه قوم سره مرسته وسي، ښایي بل قوم وډار وي. همدا وجه ده چي په واشنګټن کي موافقه سوې ده چي باید همدا کار د افغاني حکومت پلاس وسي.
مګر متحده ایالات مجبوره دي چي یوه چاره وکي. اوه کاله کېږي چي واشنګټن په افغانستان کي یو داسي حکومت تقویه کوي چي د بیلونونو ډالرو د مرستو سره سره ټپ ولاړ دی او یو ګام مخته ندی تللی. امنیت خراب سوی دی، د قانون حاکمیت نسته، او ادارې فساد ټول حکومت پر سر اخیستی دی.
په واشنګټن کي، د ستراتیژیکي او بین المللي مطالعاتو د مرکز مبصر، انتوني کورډزمن، وايي: هیڅوک پدې باور نلري چي د افغان ملي پولیس به ددې جوګه سي چي امنیت ټینګ کړي. موږ مجبوره یو چي قومي اربکیان تقویه کوو.
د ننګرهار د سیمي قومي مشر، ښاغلی ظاهر ، وايي: د ننګرهار ګورنر ، ګل اغا شیرزي، را ته وویل چي د طالبانو چاره به څنګه کوو. هغه وايي: ما ګل اغا ته وویل موږ د خپلو سیمو امنیت پخپله ساتلای سو. موږ نه ټانک غواړو او نه هم توپک. سمدستي، ښاغلي ظاهر د خپل قوم ۶۰۰ تنه اربکیان راغونډ کړ. کله چي طالبان موږ په تصمیم خبر سول، سمدستي له سیمي څخه وتښتېدل.
مګر په افغانستان کي د ناټو د قواوو پخوانی قومندان، جنرال ډان مکنېل، د اربکیانو د عملي کولو مفکوره ردوي. د افغانستان په شرقي سیمو لکه ننګرهار غوندي ځایونو کي اربکیان غښتلي او موثره دي، خو په جنوب کي د مخدره موادو د قاچاقو له کبله قومي جوړښت ډېر کمزوره سوی دی، او ښايي اربکیان پکي موثر نه وي.
ځیني خلک فکر کوي چي د اقوامو مسلح کول پخپل ذات کي د جنګسالارانو تقویه کول دي.
د واشنګټن پوسټ اخبار د اکټوبر د میاشتي پر ۱۶ باندي لیکي: جنرال ډېویډ پترییس د افغانستان ، پاکستان، ایران ، عراق او دسیمي په ارتباط د متحده ایالاتو د پالیسۍ په اړه د یوه هر اړخیز تجدید نظر امر کړی دی. دا تجدید نظر به بله میاشت پیل سي. هغه غواړي چي دا تجدید نظر پر دوو مسلو باندي تمرکز ولري. لمړی، د طالبانو سره د حکومت د روغي جوړي خبري، او دوهم، د هغو هېوادونو لپاره دپلوماتیکي او اقتصادي مرستي برابرول چي پدې روان اخ و ډب کي نفوذ لري.
د متحده ایالاتو پر پالیسۍ باندی دا نوی تجدید نظر پداسي وخت کي کېږي چي د بوش حکومت اعتراف کوي چي په افغانستان او سیمه کي حالات ورځ په ورځ خرابېږي. مګر د بوش د حکومت ځیني مامورین وایي د جنرال پترییس تجدید نظر خورا پراخه ساحه نېولې ده، حال داچي د افغانستان او پاکستان شرایط سمدستي توجه او غور غواړي.
جنرال پترییس د واشنګټن پوسټ خبریالانو ته وویل: افغانستان پراخو او اوږدو کوښښونو ته اړتیا لري. د افغانستان شرایط مخ پر خرابېدو دي. د یاغیانو پرخلاف مبارزه داښيي چي هر هېواد خپل ځانته ځانګړي شرایط لري.
د جنرال پترییس د غور په ټیم کي پاکستاني لیکوال او مبصر، احمد رشید، پاکستانی لیکوال شجاع نواز، امریکایي لیکواله، کلېر لاک هارټ، اوقریب سل تنه نور شامل دي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي: جنرال پترییس غواړي چي د طالبانو اعتدالي غړي راجلب کړي. جنرال پترییس وایي: زه فکر کوم موږ مجبوره یو چی د دښمنانو سره خبري وکړو. څرګنده خبره ده چي هر څونه زیات مخالفان چي را جلبېدای سي باید راجلب سي. مګر باید کار د حامد کرزي د حکومت سره په ګډه وسي.
احمد رشید وایي: د سیمي ګرده هېوادونه په افغانستان کي مداخلې کوي، ځکه هغوی ویني چي د متحده ایالاتو هلي ځلي ناکامه کېږي. نو بنا، هر څوک غواړي چي خپل د ځان لپاره څه وکړي.
مګر ځیني مبصرین وايي ښایي پترییس ددې قانوني صلاحیت ونلري چي روانه ستراتیژي بدله کړي.
د افغانستان د چارو امریکایي کارپوه، برانیټ روبین، وايي: جنرال پترییس دد پلوماسۍ صلاحیت نلري.
د نیویارک ټایمز اخبار د اکټوبر پر ۱۶ باندي لیکي: د متحده ایالاتو دفاع وزیر، رابرټ ګېټس، وایي: که چیري غواړو چي په افغانستان کي بریالي سو، ناټو، اروپایي اتحاد، او غیر دولتي موسسات مجبوره دي چي د افغان حکومت سره په ګډه خپلي هلي ځلي منظمي کاندي. هغه زیاته کړه موږ مجبوره یو چي په افغانستان کي پوځي او ملکي کوښښونه سره منظم کړو. ځکه زموږ امنیت ددې سیمي سره تړلی دی.