کور / تازه خبرونه / په سکاټلینډ کی افغانانو مظاهره وکړه

په سکاټلینډ کی افغانانو مظاهره وکړه

د سکاټلینډ « ایس ټی وی » خبر ورکړ چی په دوشنبه ( د اکتوبر پر ۱۳ ) په سکاټلینډ کی اوسېدونکو مسلمانانو د « سپیشل برانچ » یعنی نیمه مخفی پولیسو د ډارونکو اعمالو پر ضد په یوه اعتراضیه مظاهره کی برخه واخیسته چی مشري یې افغانانو کوله . په دې مظاهره کی چی د ګلاسګو ښار د « سټرایډ کلایډ » د پولیس تاڼې مخته وسوه شپېتو کسانو برخه لرله . د مظاهرې هدف د دغو پولیسو لخوا د ګلاسګو په هوایی ډګر کی په غیر عادلانه توګه د مسلمانانو ځورول و . مظاهره چیانو ادعا کول چی د دوی سره په دې دلیل چی پاکستانیان یا افغانان دي ، د تروریسټانو غوندی رویه کیږی . د دې ټولنی مشر محمد آصف وویل چی « چارواکي زموږ سره د تروریسټانو غوندی برخورد کوی او پر افغانانو فشار اچوی چی د د دوی لپاره مخبري او جاسوسی وکړی خو موږ نه ډاریږو او نه هم تر فشار لاندی راځو . موږ غواړو چی دا کار ژر تر ژره تم سی او د سټرایډ کلایډ د پولیسو څخه غوښتنه کوو چی زموږ سره د انسانانو غوندی رویه وکړی . »