ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکي کې دافغانستان او پاکستان دامن دجرگې لوړ پوړي غړي په اسلام اباد کې خبرې سره وکړي .
دافغانستان د پوهنې نومول شوى وزير فاروق وردگ به دافغان پلاوي مشري کوي . دواړه غاړې به دهغې پنځوس کسيزې جرگې د لومړۍ ناستې لپاره وخت او اجنډا په گوته کړي چې تمه کيږي په نژدې راتلونکي کې جوړه شي.
د امن د وړوکي پنځوس کسيزې جرگگۍ د وخت او موضوع د ټآکلو پر سر دغه خبرې به شاوخوا لس ورځې وروسته په اسلام اباد کې وشي . ددغې جرگۍ لپاره د ٢٥ کسيزه پاکستاني پلاوو نوم لړ کابل ته رسېدلى .
له افغان غاړې دغې جرگگۍ ته د ټاکل شويو ٢٥ غړو له ډلې څخه به يې د پوهنې دنوي نومول شوي وزير فاروق وردگ په مشرۍ څوتنه پا کستان ته وخوځيږي .
د چارو د ادارې وياند اصف ننگ وايي چې په پاکستاني پلازمينه کې به دواړه غاړې د امن د جرگې د پريکړو د څارلو د ناستې په جوړيدو بحتونه وکړي .
ښاغلى ننگ تمه کوي چې په نژدې راتلونکي کې د امن ٥٠ کسيزه جرگگۍ خپله لومړۍ ناسته وکړي . ددغې ناستې لپاره د امن په گډه لومړنۍ جرگه کې درې موخې ټاکل شوې وې .
په اسلام اباد کې د دواړو ٢٥ کسيزه کميسيونونو استاز د لومړي ځل لپاره د کابل د امن د گډې جرگې د ژمنو د څرنگوالي د معلومولو پر سر بحتونه پيل کوي .
تر دې دمه نه ده معلومه چې د امن د ويمه جرگه چې ټاکل شوي په پاکستان کې به کيږي کله جوړه شي خو په افغانستان کې يو شمير خلک په دې باور دي چې د څه باندې يوه کال په تيريدو سره د دواړو هيوادونو د ولسونو ترمنځ د امن گډې جرگې دافغانستان او د سېمې په امنيت کوم متبت اغيز نه دى کړى .
خو يو شمير نور بيا په دې باور دي چې دغه ډول جرگې د ډيورنډ د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه د خپلو ستونزو په حل کې سره نژدې کوي او دوام يې دواړو غاړو ته گټه لرلى شي .