نن له غرمې وړاندې د خوست په عليشېرو ولسوالۍ كې ځانمرګى بريد شوى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې بريدكوونكى د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتى او د افغان او ناټو ځواكونو پوځي مركز يې په نښه كړى دى.
دى وايي، چې په دې پېښه كې ګڼ شمېر افغان او بهرني سرتيري وژل شوي او بريد د قاري عباس په نوم يوه تن افغان كړى.
په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر پېښه مني، خو وايي، چې د ولسوالۍ په وره كې شوې او د دوى په خبره يې يو افغان پوليس او يو ملكي كاركوونكى ټپيان كړي دي.
ورته بريدونه له دې وړاندې، د خوست په ځاځيميدان، صبريو، تڼيو او ګربزو ولسوالۍ كې هم شوي، او په صبريو كې يې تر شلو پورې امريكايي سرتېرو ته زيان اړولى ؤ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه