سوريې او لبنان تر ۶۸ كلونو وروسته په لومړي ځل سفارتي اړيكي ټينګي كړې.
د سوريې خارجه وزير وليد المعلم او د لبنان خارجه وزير فوزي صلوخ يو مشترك تړون لاسليك كړ، چي له امله يې د دواړو هيوادونو سفارتي اړيكي پيلېږي.
د سوريې د جمهور رئيس بشارالاسد د فرمان له مخي به ډېر ژر په بيروت كي د سوريې سفارت پرانيستل سي.
سوريې او لبنان له ۱۹۴۰ كال راهيسي چي فرانسوي استعمار ورباندي حاكم و، تر اوسه له يو بل سره سفارتي تعلقات نه درلودل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه