کور / تازه خبرونه / ولايتي جرګه: افغان ملت ګوند ښكاره دريځ نه لري

ولايتي جرګه: افغان ملت ګوند ښكاره دريځ نه لري

په کندهار کي د افغان ملت گوند ولايتي جرگې غړو د خپل گوند مشران انتقاد کړل.
دا خبره په کندهار کي د افغان ملت گوند ولايتي جرگې په خپله يوه ځانگړې ناسته کي څرگنده کړه.
په کندهار کي د افغان ملت گوند غړو په خپل نه فقرايز پريکړه ليک کي په ډاگه کړه چي د افغان ملت گوند په هيواد کي د روان بحران او ناخوالو په اړه کوم غوڅ او ښکاره دريځ نه لري، د ائتلاف، ايساف او ناټوځواکونو له لوري پر بېگناه او بې دفاع هيوادوالو د ړندو بمباريو په اړه رسنيو ته د خپل نظر له څرگندولو څخه ډډه کوي. په حکومت کي د اداري فساد، خيانت او اختلاس د دولتي موقف او شتمنيو څخه د ناوړه گټې اخيستني او په حکومت کي د يو شمير نورو نيمگړتياوو په اړه خپل موقف نه څرگندوي، له همدې امله د کندهار گوندي غړي د خپل گوند مشران انتقادوي او د هغوى دغه پاليسي چي د گوند له ارزښتونو سره برابره نه ده ردوي.