کور / نوميالي / بدر منير او باري سټوډيو، يو څو يادښتونه

بدر منير او باري سټوډيو، يو څو يادښتونه

راحيل رانا يو ښکلى او خوش اخلاقه ځوان و. د هغه د موټر کاغذونه چېرته ورک شوي وو او همدغې ستونځې زما خوا ته رارسولى و. ما د لاهور د ايکسايز اېنډ ټېکسيشن په دفتر کې کار کاوه او چې د هغه د موټر کاغذونه مې په اسانۍ سره ورجوړ کړل نو ډېر خوشحاله شو. څو ورځې وروسته بيا راغى او د يو بل موټر کاغذونه ورسره وو. دا ځل يې غوښتل چې ټوکن (مياشتيز او درې مياشتيز دولتي ټېکس) ورته پرې ولگوم. ما ترېنه کاغذونه واخيستل او چې کله مې ټوکن پرې لگولو نو هغه وخت مې ورته وکتل: کاغذونه د بدر منير په نامه وو. 


کله چې بېرته خپل ځاى ته راستون شوم، کاغذونه مې راحيل رانا ته وسپارل او د يوه پياله چاى څښلو لپاره کېناستو نو ما ورته وويل: “دا کاغذونه د بدر منير په نامه دي. په دې نامه زمونږ د پښتو فلمونو يو مشهور اداکار هم دى.”


هغه وخندل. وې ويل چې دا هماغه بدر منير دى. ما ترې پوښتنه وکړه “نو ته بدرمنير سره کار کوې څه؟”


“نه، بدر منير سره نه بلکې په باري سټوډيو کې کار کوم. پښتو او ځينې پنجابي او اردو فلمونه هماغلته جوړېږي.”


يقيناً چې ما څومره پښتو فلمونه کتلي وو نو د باري سټوډيو نوم به پرې ليکلى و. ډېر کم پښتو فلمونه داسې وو چې په شاه نور سټوډيو کې جوړ شوي وو. شاه نور سټوډيو کې به زياتره پنجابي فلمونه جوړېدل او د پنجابي فلمونو د مشهور اداکار سلطان راهي او يوې ښځينه اداکارې له وژل کېدو وروسته شاړه پرته وه. 


راحيل رانا باري سټوډيو ته د ورتللو بلنه راکړه او زه دوه ورځې وروسته ماځيگر ورغلم. په دروازه ولاړ څوکيدار ته مې خپل ځان معرفي کړ او ورته ومې ويل چې راحيل رانا سره ليدل غواړم. هغه راسره د سټوډيو تر دننه پورې لاړ او بيا يې پورې غاړه په دوهم چت يوې کوټې ته اشاره وکړه چې هلته به ناست وي. زه چې د دروازې د کوڅې په سر کې د ورکوټي جومات نه واوښتم نو د دېوال د چنې ته د بدر منير په گډون د پښتو فلمونو څو تنه اداکاران ناست وو. په دوى کې اصف خان، نعمت سرحدي او څو نور په گپ شپ کې مشغول وو. زه د دوى په خوا باندې غلى د راحيل رانا خونې ته لاړم او هغه سره له چاى څښلو وروسته دواړه بېرته د دې اداکارانو خوا ته راغلو. راحيل رانا زه هغوى ته وروپېژندلم او بدر منير ته يې وويل چې د هغه د موټر ټوکن ما ورلگولى دى. د ټوکن لگولو کار دومره گران نه و خو هلته د ناستو ټولو اداکارانو زما او ما د هغوى د تليفون لمبرې له ځان سره وليکلې. د هغوى د علاقه مندۍ وجه دا وه چې هر يو غوښتل د افغانستان نه بې کسټمه موټر راواړوي او په پاکستان کې ورته کاغذونه جوړ کړي.


دا په پاکستان کې د مسلم ليگ (نواز شريف) د دويم حکومت اخري کال و او د بې کسټمه موټرو د کاغذونو جوړولو کار دومره زيات شوى و چې د حکومت ډېر زيات تاوان کېده لوي لوي افسران په دې کار کې ککړ وو او هر افسر په ورځ کې په لکونو روپۍ وهلې. لدې امله حکومت د دې کار د مخنيوي لپاره په نورو صوبو کې د يو ځل راجستر شوي موټر په نوي رجسټرېشن بندېز ولگولو. دې سره د بې کسټمه موټرو کاغذونه جوړېدل ډېر گران شول او تر څه حده پورې د دې کار مخنيوى وشو. ښکاره خبره ده چې ما نه خو داسې کاغذونه مخکې جوړولاى شول او نه اوس، مگر چې د موټرو سره مې د اداکارانو دومره علاقه مندي وليدله نو ورسره ژمنه مې وکړه چې څه نا څه مرسته به يې وکړم. ما تر اخره د هغوى هيڅ مرسته ونکړاى شوه خو دا گټه مې وکړه چې ټولو اداکارانو او د سټوډيو کارکوونکو وپېژندلم او د دې پېژندگلو په برکت ډېر وخت د فلمونو د شوټنگ د ليدلو لپاره ورتلم.


په باري (او هم په ايورنيو) سټوډيو کې د فلمونو ډېر لږ شوټنگ کېده او يواځې د پښتو او پنجابي فلمونو اداکاران به دلته موجود وو. د اردو فلمونه چونکې د معيار له پلوه زيات ښه وو نو هغه زياتره وخت د سټوډيوگانو نه بهر (او کله کله د هېواد نه هم بهر) جوړېدل او اداکاران به يې ډېر کم سټوډيوگانو ته راتلل. 


په لومړۍ ورځ ما په دې سټوډيوگانو کې ډېر څه وليدل. په همدې ورځ ماښام ما د بدر منير او صبا شاهين د يو فلم د سندرې ريکارډنگ وکوت کوم چې ډېر پيکه و او زما بالکل خوښ نه شو. دننه د ريکارډنگ په ځاى کې يو خو ډېره زياته گرمي وه، بل د ريکارډنگ پروسه ډېره بې خونده او د پروډيوسرانو وضعه د نويو اداکارانو سره ډېره خرابه وه. زه د شوټنگ د پوره کېدو نه وړاندې ووتلم او بهر د حېرانتيا سره مخ شوم ځکه چې گڼ شمېر خلک په دې تمه ولاړ وو چې دننه به د کتلو چانس په لاس ورشي. هلته راته معلومه شوه چې دا او داسې نور بې شمېره کسان د پښتونخوا د مختلفو ځايونو نه د دې لپاره راغلي دي چې په فلمونو کې به کار وکړي خو اوس سټوډيو ته د دننه ورتگ لپاره هم د ډېرو ستونځو سره مخ کېږي. يو دوه هلکانو راته وويل چې پنځه شپږ ورځې په هوټلو کې کار کوي او يوه ورځ سټوډيو ته راځي هغه هم په دروازه ولاړ څوکيدار ته چې دوه سوه روپۍ ورکړي نو هله يې راپرېږدي. دواړو وويل چې لاهور ته په راتگ ډېر خفه دي خو اوس بېرته کلي ته هم نشي تللى. دغسې په سلگونو هلکان د فلمونو شوق د سټوډيوگانو مخې ته په هوټلونو او گېم خانو کې په کار کولو او يا د معمولي معمولي اداکارانو او پروډيوسرانو چاپلوسۍ کولو ته مجبور کړي وو. په دې (او ځينو نورو حالاتو) باندې هغه وخت ما يو اوږد مضمون “لاهور وگورئ” ليکلى و چې په ورځپاڼه وحدت کې به ټوک ټوک چاپ کېده. 


يوه ورځ چې زه ايورنيو سټوډيو ته لاړم نو د دروازې په سر په يوه غټه ټوټه د يو نوي فلم د پرانستې اعلان ليکل شوى و. په فلم کې چې کوم اداکاران اخيستل شوي وو په هغوى کې د بدر منير نوم د نورو نه ځانله او غټ ليکل شوى و او ورسره ليکل شوي وو “شېرِ سرحد”. مانا دا چې بدر منير ته په پښتو فلمونو کې د پښتونخوا زمرى ويل کېده. يقيناً چې د پښتو فلمونه د هغه د “يوسف خان شېربانو” نه پېل شوي وو او تر اوږدې زمانې پورې هغه د هر فلم زمرى و. اگر چې د پروډيوسرانو او فلم جوړونکو چلند به د نويو اداکارانو سره ښه نه و خو د بدر منير به يې ډېر درناوى کاوه. د فلمونو نويو اداکارانو او د سټوډيوگانو کارکوونکو هم د هغه په مخکې احترامي چلند غوره کولو. خو هغه به همېشه د پروډيوسرانو نه سر ټکاوه. 


عموماً به زياتره اداکاران چې د شوټنگ نه وزگار شول نو د باري سټوډيو د جومات سره د پيوست دېوال چنې ته به ناست وو او گپ شپ به يې لگولو. زياتره وخت به د اصف خان ځوان ډرايور د اداکارانو پېښې کولې او په پېښو کولو کې هغه دومره استاذ و چې ټول موجود کسان به د خندا نه ورته شنه پراته وو. که نعمت سرحدي به موجود نه و نو هغه به اکثر د نعمت سرحدي پېښې کولې خو که هغه به موجود و نو بيا به يې په کومې ښځينه اداکارې يا بل اداکار پسې راخيستې وه. همدغلته به د يو ځاى بل ځاى نه راغلي خلک د اداکارانو د ليدلو لپاره ورتلل او د معلوماتو تبادله به کېدله. 


يوه ورځ د کومې سيمې نه يو خان صېب راغلى و او ډېر په شوق سره يې د خپل ځان صفتونه کول. بدر منير او نورو موجودو کسانو ورته غوږ ايښى و خو ښکاره معلومېده چې بدر منير د ډېر زغم نه کار اخلي. کله چې خان صېب وويل “زما څلور ښځې دي” نو د بدر منير د صبر کاسه هم ډکه شوه او په تړق يې ورته وويل “پرېږده خان صېب، د کليو به څه ښځې وي زه ستاسو سيمې ته تلى يم په شل زره روپۍ خلک جينۍ خرڅوي. چې په پېسو يې واخلې هغه به څه ښځه وي. ته دلته د ښار يوه ښځه وساته نو زه به درته بيا ووايم چې ته خان يې!” په دې خبره ټولو په زور زور وخندل او خان صېب بيا تر اخره پورې هيڅ خبره ونکړه. 


د بدر منير نه ځينو اداکارانو او کارکوونکو پشي شا دا گيله کوله چې ډېر غرور کوي او د نويو اداکارانو سره يې چلند ښه نه دى. خو ما دا ليدلي وو چې هغه يواځې د داسې کسانو سره بد چلند کاوه چې چاپلوسان وو او يا په اداکارۍ نه پوهېدل. په داسې کسانو کې هغه نوي او زوړ ته نه کاته. يو اداکار چې زه به يې اوس د نوم له اخيستلو ډډه وکړم يوه ورځ د همدې دېوال چنې ته ناست و چې د دويم پوړ د يوې کوټې نه صبا شاهين غږ وکړ. 


ټول خلک په خپل ځاى ناست وو خو دې اداکار ورمنډه کړه او په ډېر چاپلوسانه انداز يې پوښتنه وکړه چې څه غواړي. صبا شاهين چېرته د کوټې د کړکۍ نه بهر په سړک باندې د وږو خرڅولو والا ليدلى و او غوښتل يې چې څوک ورله يو وږى راوړي. پېسې يې هم په لاس کې نيولې وې خو هغه ترې پېسې وانه خيستې او همداسې يې د سټوډيو د دروازې په لور منډې کړې. بدبختانه وږو والا مخکې تېر شوى او په بله کومه کوڅه کې ورک شوى و. نو دا اداکار په وږي پسې سمن اباد ته تلى و. بېرته چې راغى او وې ويل چې سمن اباد ته په وږي پسې تلى وم نو بدر منير ورته ټينگ نه شو او ښه بد رد يې ورته وويل. د هغه داسې چاپلوسان ډېر بدي راتلل. 


په فلمي اداکارانو کې طارق شاه د بدر منير دومره بدي شو چې چا به يې د هغه په مخکې نوم نه شو اخيستى. حالانکې طارق شاه زوړ او مشر اداکار و او هغو ورځو کې په ډېرو زياتو فلمونو کې راتلو. ځينو پروډيوسرانو دا کوښښ کاوه چې بدر منير او طارق شاه په يو فلم کې راولي خو بدر منير دې ته نه تيارېده. ما په دغو ټولو ورځو کې طارق شاه چېرته نه و ليدلى نو نشم ويلى چې هغه يې ولې دومره بدي شو. 


ماځيگر چې به کله د دېوال چنې ته ټول ناست وو او نوي نوي کسان يا پخواني دوستان به اداکارانو سره ليدلو له راتلل نو بدر منير به په ډېر خوند خوند ورته هغه پېښې بيانولې چې په بهرنيو هېوادونو کې ورسره مخ شوى و. خو دا کيسه به يې بېخي زياته کوله چې د يو فلم د جوړولو لپاره په اول ځل د پاکستان نه بهر تلى و او هغه هم کوم عربي هېواد ته، او هلته عربيانو نيولى و. پخپله به يې ويل (ما ږيره او برېت خرييلي وو، ځوان او د رنگ نه سُور سپين ووم. جومات ته د لمونځ لپاره لاړم او هلته عربيانو ونيولم. زه د هغوى او هغوى زما په خبره نه پوهېدل نو ډېر وارخطا شوم چې خداى خبر څه جرم مې کړى دى. په پښتو او اردو کې که مې ورته هر څه وويل خو هغوى پرې نه پوهېدل. زه د هغوى صرف په يو ټکي پوهېدلم چې ويل به يې ((يهودي)). بالاخر يو پاکستانى راپېدا شو او ما ته يې وويل چې دا خلک درباندې د يهودي گومان کوي. ما ورته ټول لمونځ تېر کړ او قسمونه طلاقونه مې ورته وخوړل چې يهودي نه يم، مسلمان يم او د سوات د يو ملا ځوى يم. د ډېرو چيغو سورو او قسمونو نه وروسته يې پرېښودلم”.


همداسې به يې يوه بله کيسه کوله چې يو ځل په روس کې د يو فلم د شوټنگ لپاره تلي وو نو (هلته زه او اصف خان د چکر لپاره ووتلو او لږ ساعت وروسته رانه لاره غلطه شوه. مونږ په ژبه هم نه پوهېدلو او د چا نه د پوښتنې کولو چل هم نه راته نو په خپل فکر مو يوه لاره ونيوله. په هغې لاره چې ډېر مخکې لاړو نو راته معلومه شوه چې د خپل ځاى نه نور هم ليرې وتي يو. په دې کې باران هم راښکې شو او زمونږ وارخطايي لا پسې زياته شوه. په دې وخت کې په سرک راروان يو جيپ زمونږ په څنگ کې ودرېد او چې مونږ ورته وکتل نو په ډرايور سيټ يوه ښځه ناسته وه. هغې جيپ ته د ورختو اشاره وکړه او مونږ ورختلو. له ښه مرغه هغه په انگرېزۍ پوهېدله نو مونږ ورته د خپل هوټل نوم وښوده او هغې مونږ هوټل ته ورسولو). 


د پښتو فلمونو دې ستر اداکار د روان کال د اکتوبر په يوولسمه نېټه د زړه د دورې له امله د لاهور په يو روغتون کې د دې فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې.