ته لا پوه یی ناپوهان به دی څه وی ؟
غلیمان سره پیمان به دی څه وی ؟
دسیسی ځنی دی لاس وانخست ژوند کی
د پردی شا ته بهتان به دی څه وی ؟
رڼا ورځ دی په خوارانو توره شپه کړ
خدای ناترسه ګورستان به دی څه وی ؟
د پردو تر ولکی سپک ژوند تیرویی
نه شرمیږی سپک وجدان به دی څه وی ؟
د ظالم قدرت هرومرو نړیږی
له زواله پس ګذران به دی څه وی ؟
زه پوهیږم ځای دی نشته په خلکو
مخ تورنه وایه شان به دی څه وی ؟
جرمنی ۱۴-۱۰-۲۰۰۸
په ځان خندل
هر سړی چی د مړو صفت کاندی
مړی ښه وی یا که بد هغسی شان وی
ته که نر یی د خلاصون لار پیدا که
بی همت سړی تل ځان باندی خاندی
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی ۱۴-۱۰-۲۰۰۸