کور / سياسي / د افغانستان هېرول، د سېمي بربادول

د افغانستان هېرول، د سېمي بربادول

د روسي اشغال پر مهال د نړيوالو، ټوله توجه د افغانستان پر لور وه، په ځانګړې توګه په دغه ډله كي امريكا تر ټولو فعاله او لېواله وه، چي پر افغانستان يې د هر راز مرستو بهير را روان كړى و. دا مرستي هسي د دې لپاره نه وې، چي روسان دي له افغانستان څخه ووزي، بلكي د دې تر شا د امريكا خپل خاص سياسي منافع او اهداف موجود وو، چي هغه په نړيواله كچه روسانو ته ماته وركول، په نړۍ كي د كمونيزم ريښې له بېخه ايستل او په سيمه او منځني ختيځ كي د امريكايي نفوذ خپرول وو.



د امريكا او نوري نړۍ دغه بېحسابه مرستي د پاكستان له بيروكرات چېنل او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې له مكار پايپ څخه، د روسانو په وړاندي جنګېدونكو مجاهدينو او په پاكستان كي مېشتو كډوالو ته را وتلې، چي په اصطلاح غوړه ګوله به په خپله پاكستان تېره كړې وه او تشه پس خورده به افغانانو ته ور كول كېده، چي په دې توګه پاكستان په اقتصادي لحاظ ګواكي د دغو افغاني مرستو په بركت پر پښو درېدلى دى. د دغه نړيوالو مرستو پر مهال، د ټولو افغانانو خولۍ په غوړو كي وې او هغه ځكه چي يو خو د ناپايه اوږدې جګړې ټول مصارف او امكانات د نړيوالو له خوا برابرېدل او وروسته-وروسته Ø �اسي پرمختللي وسلې او مهمات د مجاهدينو په لاسونو كي ور كول كېدل،چي په كامله توګه له روسانو سره د جنګ توان ور كول شوى و، ب


ل دا چي په نړيواله كچه د افغاني مجاهدينو په ګټه داسي تبليغاتي كمپاين شروع شوى و، چي د دغه كمپاين له وجي د روسانو ملا ماته شوه او مجاهدينو ته جهاني امتياز ور په برخه شو او بله خبره دا چي د نړۍ دروازه د افغاني مهاجرينو پر مخ خلاصه شوه، چي په ميليونونو افغانان په امريكا او اروپا كي مېشت شول او د دغو كډوالو يوه غټه كتله بيا په پاكستان كي مېشته شوه، چي د راشن په نامه (من او سلوا) پر را روانه وه او له همدې وجي نو ټول هغه افغانان چي يا خو پÙ ‡ مسلح ډول د دښمن (روسانو) په وړاندي پÙ�نګر كي ولاړ وو او يا په نورو ملكونو كي مهاجر وو، د نړيوالي ټولني او په خاصه توګه د امريكا ډېر ممنون وو، چي دوى ته يې هم په مادي او هم معنوي لحاظ يو ښه فرصت او طلايي چانس برابر كړى و، خو كله چي روسان له افغانستان څخه ووتل او تر څو محدودو كلونو وروسته، ټول واك د جهادي تنظيمونو په برخه شو،


نو ور سره د افغانستان د يوې نوې بربادۍ خښته كښېښووله شوه او د داخلي جګړو په نامه يو بل د تباهۍ فصل پرانيستل شو، چي په دغه اړو دوړ  كي په زرګونو كسانو خپل ژوند له لاسه ور كړ او د نويو فجايعو ور د بېوزلو افغانانو پر مخ را خلاص شو. دغي سلسلې خورا ډېر پړاوونه ووهل او په دغو Ù �راحلو كي د افغانانو ويني وزبېښل شوې، په خاصه توګه د ګاونډيو هېوادونو (ايران او پاكستان) تبرونو ته لاستي واچول شول او افغانان د ايران له كلتوري يرغلونو او د پاكستان د استخباراتي ادارې له سياسي چپاوونو څخه په امان پاته نه شول، آن چي په برالا توګه به پاكستاني كرنيلان او جرنيلان په افغاني پوځي قرارګاوو او هډو كي مېلمانه كېدل او د افغانستان د نظامي برخي ټول محرمات او حالات به په واك كي ور كول كېدل. دغه كړنو مظلوم افغانان په سرو وينو كي ولمبول او بدمرغه افغانستان يې  د اور په كُرو كي وايشوى، خو پر دغه بد حالت نړيوالو هيڅ سر هم نه وګروى. افغانانو كه هر Ú �ومره ستوني په نارو او چيغارو څيري كړ



Œ خو نړيواله ټولنه يې هيڅ هم په غم كي نه شوه او نه يې د دغه هېواد پر بدبختي ورځي رحم راغلى. ټولي نړۍ،افغانستان هېر كړ او يوازي يې خپلو ناځوانه ګاونډيو ته پرېښود. بالآخره افغانستان د هر ډول نارواوو، فجايعو، بدمرغيو، ناقانونه كړنو او د منفورو سياسي رقابتونو د لابراتور حيثيت پيدا كړ، او د نړۍ يوه تر ټولو، لوغړنه سياسي كثافتدانۍ ترې جوړه شوه، چي په دغه چاره كي تر ټولو جوت رول د پاكستان په برخه و.
له بده مرغه چي نړيوالي ټولني په ډېره بې اعتنايي او مطلقه بې پروايي، بيا هم افغانستان هېر كړى و او هيڅ پاملرنه يې نه ور ته كوله، څو د دغي تاريخي اشتباه او سياسي خطا په پايله كي طالبان را وزېږېدل او افغانستان د نړيوال تروريزم په ځاله او مركز بدل شو، چي ټولي نړۍ ته يې د يو جدى ګواښ حيثيت غوره كړ، څو نړيوال او په ځانګړي ډول امريكا، لستوڼي را وغړل او د ترهګرو كمبله يې ور ټوله كړه، خو اوس د دغي نسبتاً اوږدې سريزي د پاى په ډول دا پوښتنه پيدا كېږي، چي ايا په راتلونكي، كي به د افغانستان برخليك څه ډول وي؟، آيا بيا به هم لكه د روسانو تر وتلو وروسته چي نړيوالو هېر كړ، داسي كړنه به عملي كېږي او كه به په اصطلاح د يوه مارشال پلان له مخي يو راتلونكى ور ته ټاكل كېږي؟.



دغه ډول پوښتني خو لا له هغه وخت راهيسي مطرح شوي وې، چي امريكا پر عراق حمله وكړه او په هر لحاظ او هره عرصه كي يې تر كابل ډېر پام و بغداد ته واړوى، چي دې كار له ځينو كسانو سره اندېښنې را ولاړي كړې او هغه ځكه چي د امريكا په پاليسي كي د تروريزم مسئله په لومړيتوبونو كي شامله وه او د تروريزم د جنګ اصلي ميدان افغانستان و، نه عراق. مګر له بده مرغه د ياغيانو په كوټلو او د ترهګرو په ختمولو كي امريكا له سخاوته كار نه واخيستى او افغانستان ته يې د عراق په نسبت محدود شمېر عسكر را ولېږل او نوره ټوله اتكا پر ايتلافي ځواكونو وشوه، چي دې كار ځيني ستونزي هم را ولاړي كړې او ټولي د ايتلافي ځواكونو او افغان اردو تر منځ د نه نظم او ناهماهنګۍ له وجي وې او دي. د امريكا جمهور رئېس بوش، كه څه هم عراق او افغانستان په اصطلاح خپلي دوې سترګي ګڼلې، خو د حالاتو په تعقيب، څوك دا ويلاى شي، چي كېداى شي، عراق د بوش د خارجي پاليسۍ راسته سترګه وي، ځكه هلته په زيات شمېر د امريكايي عساكرو لېږل او پراخ امكانات برابرول، دا ښيي چي د ولسمشر بوش زياته دلچسپي له بغداد سره وه.



كه څه هم په افغانستان كي د ترهګرو د له منځه وړلو په نظامي او سياسي كمپاين كي، د امريكا لخوا پر پاكستان ډېره تكيه كېږي او له دې كار څخه پاكستان له زياتو امتيازاتو څخه برخمن شوى هم دى، خو دا چي په دې وروستيو كي په قبايلي سيمو كي د تروريستانو-طالبانو فعاليتونو زور اخيستى او له دې وجي امريكا هم د پاكستان استخباراتي اداره اى. اېس. آى ګواښلې ده، چي ګواكي دوى په دې چارو كي دخالت لري، نو ور سره داسي احتمالي اندېښنې هم را ولاړي شوي دي، چي نور كېداى شي، امريكا د افغانستان په چارو كي دومره زياته علاقه نه ولري، لكه مخكي چي موجوده وه. د دې تر څنګ، ورځ په ورځ د افØ �انستان د حالاتو خرابېدل او د ځينو سروې ګانو له مخي د امريكايي عسكرو د مرګ او ژوبلي د شمېرې اوچتېدل او ور سره-ور سره د لګښتونو زياتېدل، امريكايي ولس ته دا فكر ور پيدا كړى دى، چي د افغانستان جګړه كومه ګټه او د امريكا په نفع ښه نتيجه نه لري. دغه راز  دا مسئله هم د غور وړ ده، چي افغانستان به امريكا ته څه ور كړي؟،


دا هغه پوښتنه ده، چي په ځانګړې توګه يې امريكايي ولس په جنجال كي اچولى دى، ځكه اوس-اوس داسي محسوسېږي، چي په افغانستان كي د جنګ لمبې نور هم زور پسې اخلي، نور هم د طالب او ترهګر په نامه ډلي تقويه كېږي او زياتره پلانونه يې ستراتيژيكه بڼه اختياروي، Ø ¯ تارياكوا و مخدره موادو ښامار نور سر�ه پيدا كوي، په پراخه سطحه د ملي يووالي روحيه تر پښو لاندي كېږي، په ځينو اداراتو كي د بيروكراسۍ بلا نوره هم غښتلې كېږي، نو ايا ممکنه ده چي له بې اتفاقه، غريب، او وران افغانستان څخه يو  اباد او  ودان ملک جوړ سي؟، د افغانستان په بېدياوو او غرونو کي د امريکا منافع څه دي؟،  حتى که دا منافع ډېر هم وي، اياهغوى دومره مهم دي ، چي بايد په هر قيمت چي کېږي تر لاسه شي؟.



بله خبره خو دا ده چي د ځينو امريكايي كارپوهانو له انده په افغانستان كي برى يو ورك خوب او هسي خيال دى، چي امريكا يې په لټه كي ده او د افغانستان (تاواني جنګ) ته د (ښه جنګ) په سترګه ګوري او دې خبري ته خو د بارك اوباما او جان مكېن بهرنيو پاليسيو نور هم زور ور كړى دى، چي هغوى د بوش پر خلاف په دې ګروهه دي، چي بايد تر عراق، افغانستان ته زياته توجه وشي او اضافه عسكر ور ولېږل شي، خو اوس پوښتنه دا پيدا كېږي، چي كه په افغانستان كي دغه اوسنى جنګ نور هم پسې اوږد شي، د ترهګرو او طالبانو ځالي نوري هم غښتلي شي، د افغان ولس كركه د امريكايانو او د دوى د پاليسۍ په وړاندي عÙ�لي بڼه پيدا كړي، د افغان دولت او بهرنيو ځواكونو تر منځ همدا ناهماهنګي روانه وي، افغانستان د سياسي اهدافو ښكار وګرځول شي، د امريكايي سرتېرو وژنه نوره هم ډېره شي او په مجموع كي افغان ملت د بهرنيانو له ځينو اعمالو څخه خفه وي، نو آيا امريكا به نور هم، همدا تاواني جنګ ته ادامه وركوي؟، آيا امريكا به نوره دلسرده او زړه ماتې نه شي؟، په داسي حال كي نور نو د تروريزم د اور لمبې تر امريكا پوري نه شي ور رسېدلاى او هيڅ ګواښ نه ور ته بلل كېږي. نو آيا امريكا به بيا هم دغه جنګ ته زړه ښه كړي؟.


 خو د جنرال مكنېل په قول په افغانستان كي كامله كاميابي لاسته راوړل، دا ايجØ �بوي، چي هلته د عراق په تناسب درې براØه عسكر واستول شي. مګر ايا د درې برابره عسكرو استول به څومره منطقي بڼه ولري، ځكه موږ وينو، چي په ځينو ناارامه سيمو كي يو كم شمېر طالبان د ناټو زياتو ځواكونو ته خڼد ګرځي او خصوصاً امريكا يې په تشويش كي اچولې ده او داسي وېرې را ولاړي شوي دي، چي ګواكي امريكا به د اضافه عسكرو پر را استول فكر كوي او يا خو به هم پر خپلو بلاعوضه مرستو غور كوي، خو د افغانستان به څه حال وي. دا هغه پوښتنه ده، چي سړى له ورايه تېري دورې ته بيايي، چي د روسانو تر وتلو وروسته نړيوالو او په خاصه توګه امريكا، افغانستان هېر كړى و.
د افغانستان هېرول، زما په نظر د سيمي د بربادولو په معنا دي او كه خداى مكړه، دغه هېواد هېر كړه شي، نو د تاوان لمبې به يې سيمه ور سره لولپه كړي.


پاى