غوره ويناوې او زما تعبيرونه کتاب خپور شو
دا غوره کتاب چې تازه له چاپه راوتلي په خوست ولايت کې د سوداګری د خونو ريس اقتصاد پوه نواب اميرزي پنځم اثر دی چې خوږې پښتو ژبې ته يي ډالۍ کوي .
پدغه څيړنيږ اثر کې د بيلابيلو اسلامي او غربي پوهانو په ويناوو او غوره خبرو باندې څيړنه شويده.
د دغه کتاب يوه ښيګنه داده چې پکې ځيني تاريخي روايات هم راغلي او ځای ځاې پکې د پښتو ژبې د ځينو لوړو شاعرانو شعرونه هم راوړل شويدي ، او همداشان ليکوال هڅه کړيده هغو ويناوو ته اشاره وکړي چې دا مهال ورسره زموږ ټولنه لاس او ګريوان ده .
ليکوال پخپله سريزه کې چې د يادشوي کتاب په سرکې راغلي ده د پښتون قوم وروسته پاتي والی ته ګوته نيولي او غوښتنه پکې شويده چې پښتون قوم هم بايد د نورو قومونو پشان په سياست ،اقتصاد او نورو کې برخه واخلي .