قبرونو ، مبارکي ومنئ !!
رحمت ولي او ډاکټرصاحب علي خيل ! تاسوته يو زيرى لرم . خبر شوئ ؟ ستاسو ملګرو چې د مرګ ويره لکه سيورى ورپسې وي ، د تانزانيا د کرکټ په سياليوکې کوربه هېواد ، جرسي ، فيجي ، هانکانګ او ايټاليا ته ماتې ورکړه .
هغوى په دغو سياليوکې خپله وړتيا وښوده او د چارواکيو له لاسه د بدنامه افغانستان ، ملي بيرغ يې ورپاوه .
ښاغلو !
زه پوهېږم ، تاسو به دغه زيري ته ډېر په تمه وۍ ، په اورېدو به يې ډېر خوشحاله شوي ياست خو ځواب نه شئ راکولى .
په تاسو اوس د سولې مدافعانو او د کافرانو پر وړاندې جنګېدونکيو دومره خاورې اړولي چې غږ مو بيرون نه راوځي .
خبر شوئ !؟
د کرکټ ملي لوبډلې اوس درېيم ډويژن ته لاره ومونده او د هغو شپږو هېوادونو په ليکه کې ودرېده چې درې مياشتې وروسته به د ٢٠١١ نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ، په ارجنټاين کې سره مقابله کوي .
دغو سياليو ته د رسېدو لپاره به تاسو هم ډېر په تمه وئ ، خو چا مو دغه هيله پرې کړه .
خو پوهېږئ ؟
موږ ستاسو وژنې ډېر وېرولي يوو ، درې مياشتې ډېروخت دى ، دلته هره ورځ په لسګونو انسانان وژل کېږي ، هسې نه په دغه موده کې خداى مه کړه زموږ کوم پاتې ورزشکار د ترهګر او يا جاسوس په پلمه ووژل شي .
دلته انسان وژنه يو عادي کار ګرځېدلى ، نه د بشر حقونه مراعاتيږي او نه څوک د خداى له عذابه وېره لري ، هرڅوک هرڅوک وژلى شي .
تاسو به خامخا خبر شوي ياست ، ستاسو وژنه يواځې د خواشينيئ په پيغامونوسړه شوه ، کليوالو مو مظاهرې وکړې ، شعارونه يې ورکړل خو قاتلانو ته د هيچا لاس ونه رسېد .
پوهېږئ ؟
ستاسو کلي کې څوک سوله نه غواړي ، سوله خوشې شعار دى ، دلته د سولې مدافعان د سولې دښمنان دي ، که داسې نه وي نو ورزشکار خو د سولې سفير بلل کېږي ، د سولې د سفير وژنه له سولې سره له دښمنۍ پرته بل کوم تعبير لري ؟؟
ملګرو !
دلته واک د بدرنګو په لاس دى ، بدرنګه په خپل چم کې ښکلا نه شي زغملى ، تاسو د نور محمد لاهو دا شعر نه و اورېدلى :
د ګل ونې تنې سر دې څه شو وايه !؟
پاڼو غږ را باندې وکړ :
هغه تاسو زنداني کړ
د مارانو جيلخانه کې
– اوف ګناه يې څه وه پاڼو !؟
– هغه ځوان و او ډېر ښکلى
يادښت :
رحمت ولي ، د کرکټ ملي لوبډلې غړى و چې د وږي په لومړيو کې د ناټو تر قوماندې لاندې امريکايي ځواکونو په خوست کې په خپل کور کې د شپې لخوا وواژه .
ډاکټر علي خيل ، د پکتيکا داولمپيک يا ورزشي امر و چې وسلوالو مخالفانو د روانې مياشتې په ١٢مه شپه ، له تښتولو وروسته وواژه .
امنيتي ځواکونو دغه وژونکي طالبان بللي وو ، خو مقابل لوري د وژنې مسووليت نه و اخستى .