د امريكا متحده ايالاتو وروسته له هغه د شمالي كوريا نوم د نړۍ د خطرناكو هيوادونو له ليست څخه و ايستئ، چي شمالي كوريا يو ځل بيا د اټومي پروګرام د شروع كولو ګواښ وكړ.
څو مياشتي دمخه چي شمالي كوريا له اټومي پروګرام څخه لاس واخيست او د يورانيمو د پخولو بټۍ يې ويجاړي كړې، له امريكا څخه يې غوښتنه وكړه چي د هيواد نوم يې له خطرناك ليست څخه و ايستل سي، خو امريكا ورسره ونه منل.
شمالي كوريا تېره مياشت يو ځل بيا د اټومي پروګرام د پيلولو ګواښ وكړ خو اوس يې د نړۍ د شپږو پياوړو هيوادونو په منځګړتوب له امريكا سره ستونزه آواره سوه.