کور / شعر / دخیالونو غرور

دخیالونو غرور

جانان که می په شونډو کی ګیلې راته راوړی
په سترګو کې خوږې خوږې کیسی راته راوړی
برجونه می دزړه په دوه لاسي ټینګوم خلکه
دحسن ښاپیری ده زلزلې راته راوړی
له مانه یی لوستلی الف ب کړی ټولې هیرې
دمینی ارسطو شوه فلسفې راته راوړی
توبه مې دتوبې په سر توبې کړی راته ماتې
غرور مې دخیالونو میکدې راته راوړی
زاهده بس دی مه چیړه بیګاه می خوب لیدلی
چی هیلی مې نصیب په وینو سرې راته راوړی
حیران یمه مشکوره داغرور دی که مستی ده؟
دیار دنامه توری پرښتی راته راوړی