کور / شعر / زمانه

زمانه

داڅه دي ورکړل زماني ځما په کور باندي
ځما په پلارځما په مور ځماپه ورور باندي
چه دي غوښتل هغه دي وکړل نورنوڅه غواړي
وچ اولامده دي يوشان وسوزول اورباندي
په بي رحمی دي افغانان ټول بی ګناه ووژل
دومره سزا دي ورته ورکړه په کوم تور باندي
ظالمی داسی خو څوک نکوي انسانه سره
تاخو دمخی نه ټول وريبل پڅ لور باندي
دخداي دپاره ناروانور داظلمونه بس کړه
 قاضی ذاده  نورهم راغلی دي په شور باندي