کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د افغان حکومت په کابینه کې د بدلون د امکان په اړه یو تفصیلي مطلب خپور کړې او ان د ځینو کسانو نومونه یې هم اخستي چې ممکن په ځانګړو پوسټونو وټاکل شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د کاناډا د صدراعظم په حواله لیکلي دي چې نړیوال ځواکونه نشي کولې په یوازې ځان په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسله راغستې او په عینې حال کې يې د هیواد په جنوب کې د طالبانو خوځښتونو ته هم کتنه کړې.


د هیواد دولتي ورخپاڼې خپله سرمقاله د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دا بهیر لا پیاوړې کیږي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان د روانې لانجې حل پوځي لاره نه بلکې د سولې خبرې دي.

ورخپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په پاکستان کې د وسلوالو مشرانو موجودیت ته په اشارې لیکلي دي چې د امریکا دوستان دښمنانو ته پناه ورکوي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې امریکا په اسلام اباد کې پوځي اډه جوړوي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې چې امریکا د افغانستان ملي اردو ته زغروال موټرونه او پرمخ تللې وسلې ورکوي.

ورخپاڼې په افغانستان کې شتو ستونزو ته ګوته نیولې او د یو جرمني چارواکي په نقل يې لیکلي دي چې بهرني ځواکونه د شتو ستونزو یوه برخه ده.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله یوه تبصره کې په افغانستان کې روانو پیښو او بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې بیا هم د افغانستان برخه لیک پاکستان ته وسپارلې شو.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې له طالبانو سره د سولې د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې دا د یوې بلې لوبې پیل دې.

ورخپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې په سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبرې په یوه افطاریه کې شوې وې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې چې په پاریس کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه جوړیږي څو په سیمه او افغانستان کې امنیتي ستونزې هوارې شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان په وړاندې د ایران په سیاستونو انتقاد کړې او لیکلي دي چې ایران د افغانانو په وړاندې له دوه مخې پالیسۍ نه کار اخلي.

په ورځپاڼه کې د لرغونو او تاریخي اثارو د ورانولو او لوټولو مسله هم څیړل شوې او پوښتنه شوې چې کوم کسان دا کار کوي.


د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې سوله د افغانانو جدي اړتیا ده.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې د جمهوري ریاست تیر انتخابات څیړلي او هغه يې د یو نیک مرغه پیل بللې وو.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو مسلې ته ځانګړې کړې خو پوښتنه يې کړې چې دا د طالبانو د ژغورلو هڅه خو نده.

ورخپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کتنه کړې او په دغو انتخاباتو څارنه يې د شفافیت ضمانت بللې دې.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې دا خبر ورکړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان قونسل د خلاصون لپاره پاکستان ته ځي.