د پاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون لپاره هڅې ډيرې پڅې او په ټيټه كچه ددوه ګاونډيو هيوادونو له خوا پر مخ روانې دي.
د هغه له تښتول كيدو څخه نژدې درې اونۍ تيريږي خو دافغانستان او پاكستان د چارواكو په هڅو كې هيڅ پرمختګ نه دى ليدل شوى.
ددې اونۍ په لومړيو كې يو ځل د پاكستان چارواكو اعلان وكړ چې حاجي عبدالخالق فراهي يې ژغورلى دى خو وروسته بيا دا اعلان ناسم وخوت.
په افغانستان كې خلك په تعجب سره د دواړو هيوادونو هڅو ته ګوري او وايي چې د ښاغلي فراهي د خلاصون ددوى لپاره مساله جدي بڼه نه لري. تر اوسه دا لا څرګنده شوې نه ده چې دپاكستان لپاره د افغانستان سفير چيرته ساتل كيږي .
دپاكستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي سلاكار رحمان ملك او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين ددې مسالې لپاره وړ خلك نه دي او دوى په دغسې چارو كې د پريكړو واك او ځواك هم نه لري.
افغان حكومت د خپل يو لوړ پوړي ډيپلوماټ له خوشې كولو سره مينه نه لري او د پاكستان حكومت په اسانۍ سره پړه پر طالبانو اچولې او ځان يې خلاص كړى دى .
هيڅوك نه وايي چې ښاغلى فراهي به خپله د پاكستان د حكومت له خوا تښتول شوى وي ، ټول دا مني چې ښايي طالبانو يا هم په پاكستان كې نورو دولت مخالفو كسانو دا كار كړى وي .
خو د خلاصون لپاره يې دواړه دولتونه جدي نه دي . پا كستان په دې مسول دى چې د دود له مخې د يو بهرني ډيپلوماټ امنيت ټينګ كړي او افغانستان په دې مسول دى چې د خپل ډيپلوماټ د خلاصون لپاره پريكنده ګام نه اخلي.
حامد كرزى ا و د هغه د بهرنيو چارو وزير سپنتا بايد د خپل عالي رتبه ډيپلوماټ د خلاصون لپاره هڅې نه كوي .
د ښاغلي فراهي له تښتول كيدو وروسته دافغانستان ولسمشر حامد كرزي ، د هغه وياند همايون حميد زاده، د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا مطبوعاتي كانفرانسونه وركړي دي خو دپاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون مساله يې هيڅ نه ده ياده كړې .
ددې مانا داده چې ښاغلي كرزي او د هغه د بهرنيو چارو وزير ته دخپل يو ډيپلوماټ ژوند هيڅ ارزښت نه لري .
د پاكستان حكومت بايد خپل مسوليت درك كړي او دكوربه هيواد په توګه هلته د خپل ګاونډي افغانستان د تر ټولو لوى ډيپلوماټ په خلاصون كې جدي شي.
دپاكستان د كورنيو چارو وزارت بايد په دې اړه جدي ګامونه واخلي او د افغانستان خلكو ته ثابته كړي چې رښتيا هم دافغانانو تر ګردو نژدې ملګرى دى.
خو په دې اړه د پاكستان حكومت له بده مرغه ډير څه نه دي كړي . كه چيرې دوى كومې لاسته راوړنې نه لري بيا دې له سيمه ييزو خلكو وغواړي چې د حاجي عبدالخالق فراهي په خلاصون كې چټكې هلې ځلې وكړي .
دافغانستان حكومت بايد همدا كار وكړي ، د قبايلو او قومي مشرانو جرګه راوغواړي او د حاجي عبدالخالق فراهي د خلاصون په اړه غوڅ دريځ خپل كړي .
خو د افغانستان هڅې كه يوازې د يو وزارت د وياند تر مشرۍ لاندې روانې وي ،نو په راتلونكو نژدې ورځو كې دپاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون هيلې كمې شي.
د فراه په ولايت كې لوى لاريون وشو او عادي افغانانو له كابل او اسلام اباد وغوښتل چې د عبدالخالق فراهي په خلاصون كې جدي ګامونه واخلي .
دالاريون يې يو پيل وو . ښاغلى فراهي چې د ولس ترمنځ ډير محبوبيت لري ښايي ددې لاريونونو لړۍ پراخه شي او
بيابه دواړه دولتونه مجبور وي چې خپلې هڅې ګړندۍ كړي .
ددې لپاره زموږ غوښتنه داده چې سر له اوسه د عبدالخالق فراهي د خلاصون لپاره رسمي هڅې وشي او دواړه ملكونو په روښانه ټكو كې خلكو ته په ډاګه كړي چې دوى تر اوسه د ښاغلي فراهي د ژغورنې په برخه كې څه كړي دي ؟
ځكه چې د ټول ولس هيلې دادي چې د پاكستان لپاره د افغانستان سفير ژر تر ژره راخوشې او خلك ډاډه شي.