کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا پښتانه دهشت ګر دي ؟

ايا پښتانه دهشت ګر دي ؟


پښتون قوم هغه قوم دي چي په ټوله نړۍ کښې لکه د لمر په شان روښان او معلومدار قوم دي پښتان په ازادي مئين خلک دي پښتون قوم هغه قوم دي چي دنړۍ په تاريخونو کښې يو لوي باب او قصه لري پښتان هغه قوم دي چي په يووطن کښې انقلاب راولي پښتان يو ډير روڼ تاريخ لري اوهر سړي يي په رسميت پيژني مګر نن له ماسره دغه يو سوال پيداکيږي چي دانن سبا چه کوم حالات د پښتنو په سيمو کښې او کورونو کښې روان دي دا ولې او په څۀ ؟
د نيويارک ټائمز  په ورځپاڼې کښې د يوه خبر په ترڅ کښې بوش ويلي ؤ . چي پښتانه دهشت ګر روزي او دپښتنو په سيمو کښې دهشت ګر تربيه کيږئ يعنى دامعنى لري چي پښتون دهشت ګر دي او په نړۍ کښې ويره اچوونکي خلک پښتانه دي . خو ماسره سوال دا پيداکيږئ چي په چا تعروض په چا ظلم اوڅوک قتل کول اوياهم د چا کور ته بغير اجازت نه ننوتل او دکورټول غړي په شهادت رسول دهشت ګردي ده او که دخپل دين ، اسلام ،ناموس او وطن څخه دفاع دهشت ګردي ده ؟ امريکايانو دکلونو کلونو راهسي د بي ګناه خلکو وينه تويه کړي او لاتر اوسه پورې هم دا لړۍ روانه ده امريکاهغه کارونه کړي چي نړۍ تري دکرکى او حسد بن
 ډکي جوړکړي او هرسړي ورته دکرکې په سترګه ګوري د هرات په ولايت کښې د شينډنډ نومي ځاى کښې چه امريکايانو عملياتو وکړل د هغه په ترڅ کښې ١٠٠ څخه زيات شهيدان شول اوډيرخلک پکښې زخميان او بي کوره او بي کودره شول يو دا زخم نه چه زه يي درته ووايم داسى دي ظالمانو ډير ظالمونه وکړل په هرځاى چي يي خوښ شي هلته بمبار کوي او د بمبار لاندې يي نيسي نو دهشت ګردي دي ته وايي او که دهشت ګردي هغي ته وايي ؟ د تخار په ولايت کښې د اويا کورنيو کسان چي اوو سوه نفره دي د يوي اووني راهسي په تخار ولايت کښې بندي  پراته دي  آو په هغوي بآندي قسماقسم ظلمونه کيږي نوڅه شول هغه  دبشر د حقوقو
 ټيکداران ولي دوي د داسي پيښو په مقاب
کښې چپ پاتي دي دا خو ځآنونه د بشر دوستان بولي داخلک خو خپل ځانونه  خواخوږي انسانان معرفى کوي ولي دوي د داسي پيښو پوښتنه نه کوي ولي لرو بر د پښتنو په کورونو اورونه بل دي هر ورځ په لسګونو کسان وژل کيږي څوک يي پوښتنه هم نه کوي ايا دا دهشت ګردي يواځي د پښتنو پورې اړه لري يا يواځي پښتانه دهشت ګر  دي په عراق باندې د امريکا د حملى علت په نيويارک ټائمز ورځپاڼې کښې د کيمياوي وسلي جوړول و ټول عراق يي په سورو وينو باندي ولاړه بي ګناه معصوم بچيان يي په شهادت ورسول دخلکو کورونه او د اوسيدو ځايونه يي  وران ويجاړ کړل د شپږاوو کلونو راهسي هلته جنګ شروع دي او د عراق ټ
 ول واک يي اوس په لاس کښې واخيست نواوس ولي هغه کيمياوي وسلي چي دي ظالمو او وحشي ليوانو پدي تور لګولي ووچي کيمياوي وسلي جوړوي ټولي نړۍ ته ونه ښودلي چي موږ صرف او صرف د دي شي دمخنوى لپاره راغلي يو بل مرام او هدف مو نه وو هغه کيمياوي وسلي يي اوس ولي نړۍ ته ونه ښودلي ياهغه کيمياوي وسلي اوس څه شولي چي تا هغه وخت پري عراق حکومت دهشت ګرد ښودلو اواوس يي خپله هم جوړوي اوهم يي په مظلومومسلمانانو استعمالوي.
 نو اى ! د بشر دوستي ټيکدارانو ايا دهشت ګرد دوي دي او که مسلمانان؟
زمونږ د وکدارانو خولى ولي تړلي دي او ولي دوي ته څه ويلي نشي دلوي اختر مبارکه ورځ وه او دعراق پاچا صدام حسين يي په دار وزړاوه ولي د هغي  په مقابل دنړۍ مسلمانان چپ اوغلى دي دهغه ګناه يي ولي نړۍ ته ونه ښودله او ولي په مظلومو مسلمانانو باندې د لوي اختر ورځ دخواشيني اوغم ورځ وګرځوله  ايا څوک چي دخپل وطن ، دين ، اسلام ، ناموس څخه دفاع کوي هغه دهشت ګرد شو هغه ته دهشتګرد نوم ورکوي اوخپله چي په ټوله نړي کښې دحشت اووير وريځ خپاره کړيده بشردوستان دي او مسلمانان او بلخوصوص پښتان دهشت ګرد دي
 پښتانه قوم دشوق اوزوق څخه ټوپک غاړي ته اچوي پښتان چي کله چاسره لوظ ياکوم هوډ وکړي نو هغه په پوره کوشش سره سرته رسوي اودوي د وعده خلافي او بي وفايي او کنجرتوب په مقابل کښې وايي چه هلکه زه خو څه پنجابي نه يم نواى د پښتنو مشرانو د ولس واکدارانو تاسي ولي د داسي ظالمو خلکو په مقابل کښې غلي ناست ياست  دوي ته ولي د دوي ناوړه کارونه  نه ورښايي او دوي ته ولي هغه غاښ ماتى ځواب څنګه چي چنګيزيانوت څنګه چي روسانو ته ورکړي و نه ورکوي.
پښتنو قوم هغه قوم دي چي په ازادي وطن دين اسلام ناموس مئين دي خپل سر د دي شيانو په مقابل کښې نه سپموي  پښتنو قوم دهشت ګرد ندى پښتنو قوم امن او امنيت خوښوونکي قوم دي د جنګ څخه کرکه کوي او جنګي سړي ته د کرکي په سترګه ګوري اسلام مسلمانانو ته دجنګ امر ندي کړي دامن اوامنيت امريي ورته کړي او په خپلو کښې دورورلي حکم يي ورته کړي .