کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دسیاسي کلـینر اوډنډه پنـج له لاسه

دسیاسي کلـینر اوډنډه پنـج له لاسه

ګرانولوستونکــــــــــو!

زه ډېره هڅه کوم چي، ګوښه  وګرزم، له چاسره مخامخ نه شم، څه وا نه اورم اوڅه ونه ګورم تر څو، د ځینو ناخوالو په غبرګون کي څوک راڅخه خوابدي نه شي خوڅه وکړم چي، ژوندی موجود یم لا خو احساس لرم نه مي حالات او نه مي وګړي دا ډول بېغمي اوبي تفاوتي ته پرېږدي تاسو باور وکړئ چي، د کوچني اختر په ورځ مي نېت وکړچي، نوربه لیکني نه کوم له سیاست څخه به لري ګرزم خوبیاهم ونه شوه دکرزي، د هغه د ډلګۍ اونړیوالو دوه مخي سیاست اوپه څلورو پښو روانو دروغو دي لیکني ته اړ ایستم هیله ده چي، په سړه سینه یي ولولئ .

خوږوهیوادوالـــــــــو!

بیاهــم ډېر وړاندي نه ځم صرف د بن له کنفــرانس څخه یي راپیلوم ما د یوعیني شاهد په څېر پرله پسي د بن د نړیوال کنفرانس بهیر وڅاره شپه او ورځ مي بي خوبي وکړه کله کله خو به د بدماشانواوښکېلاګرو ټګيو، برګیو اویو اړخېزو غوښتنو داسي بد بد انځورونه په ‌ذهن کي راوکښـل لکه کوم چي، تاسو په دا تېرو اوو کلونو کي په خپلو سترګو ولیدل

ښه مي په یاد دي چي، عبدالسلام سیرت او یونس قانوني به دا غبرګي پښـي په یوه موزه ومنډلي  تر څو به چي رباني له مسکو څخه هدایت نه وو اخیستی دوی به لا همهغسي سرونه ټمبه نیولي وو ځکه خو له ډېره درده حاجي قدیر خپل احتجاج څرګند او بیا یي د خپل احتجاج له وجي سر هم وخوړ لنــډه دا چي، الف زرما ټول یي د ما بس ټول د شمال غلو ته ورکړل شول هسي د مظلوم اوباتور پښتون قام دغولوني لپاره یي کرزی دا د کلونوکلونوساتلی اوروزلی غلام له څو په ځان مینو ګوډاګیانوسره سنجاق او ترنن ورځي پوري یي د شمال دغلو په شاپسي سریښ کړی دی دوی نه تنهاچي پخپله رسواشول بلکې، خورا لوی زیان یي خپل(پښـــــتون) قام ته هم ورساوه دا اووه کاله سر پر سراو په ډېرظالمانه ډول زموږپښتنوپه سرداسي بمونه واورېدل چي، روس لا نه وو راباندي اورولي داسي وسلي یي زموږ په کلیواو بانډو وکارولي چي اوس زموږ ښایسته پښتانه په معیوب ډول نړۍ ته راځي د دموکراسي تر عنوان لاندي یي داسي بدرنګــۍ راوړي چي، افغان غرور یي هیڅکله نه شي زغملی ددي په څنګ کي یي غله ته ووېل چي غلا کوه او د کور څښتنه ته یي ووېل چي بیداراوسه دومره جفاوي یي له ګران افغانستان سره وکړي چي په لیکلو به یي کتابونه ډک شي  >

اوس چي یو ځل بیا روسانو لکۍ پر سرواړوله نو د ښکېلاک سرداران په دي پوه شول چي نور نو رسوا کېږو ځکه یي یوځل بیا خپل ترون پاک د(سعودي عربستان ګوډاګۍ ادارې) ته دنده ورکړه چي دخټي پوزه ورته جوړه کړي نن مي ښه په غور سره د ازادي له رادیو څخه د ملاعبدالسلام ضعیف هغه خبري واورېدي کومو چي، دسعودي عربسـتان په مینځګړتوب پوري تړاو درلود خو ملاضعیف بیا هم خپل ځان ناخبره واچاو هم مي ورته خندا راتله اوهم مي د مستقبل انځورونه په ذهن کي تاو راتاو شول د دي ترڅنګ مي دانګرېزي افسر دوه ورځي مخکي نظر چي خپله ناکامي یي ښوده هم ورسره وسنجاوه نو داسي یو انځور په لاس راغی چي، که نن دی که سبا دی دا ملک د زرغون شاه دی هو!

دا ملک به خامخا د زرغون شاه کیږي خو که څوک په رښتیا هم د بابا د شملي درناوی وکړي نه دا چي په پردیو بنګـو بیا مست اودعرفان ډېوي خاموشي کړي، دغولیدونکو وعدو ترسیوري لاندي بیا هم په خپل تن کي د ویاړلي افغانستان تاریخي غلیمانو ته ځای ورکړي یاخود ناوړومصلحتونو ښکار شي سازشونه خوبه کیږي خوباید مشـروعیت هم ولري نه داسي ناوړه سازشونه لکه کوم چي کرزي له جنګي جنایتکارانو سره کول اوس چي پاڼي په اووښتو ښــکاري نوکه هرڅوک رامینځ ته کیږي زما ورته دا مشوره ده چي، کرزی باید له صحني څخه وباسي داځکه چي زموږپه ټول تاریخ کي له پښتنو سره دومره ناروا اوجفا کوم بل چا نه ده کړي لکه کرزي بل داچي که د ادم خان او درخاني نکل مو چېري اورېدلی وي هلته دکرمي په نوم کرزي ته ورته یوموزي وجود درلودبس وایي چي غم به نه یي غم به جوړکړي کرمیه نو ځکه وایم چي له دي کرمي څخه لري ګرزئ داکرمی(کرزی)دومره په مقام مین دی چي حدنه لري دي مکارله غربي نړۍ څخه زموږ یو شمېر پلنڅټي دخپل ځان اوشمالي ټلوالي د بقا لپاره وروغوښتل د هغي عمر یي لا پسي اوږد کړ کنه

لا پخوابه د ګران هیواد له هسک پېچومي څخه د شمالي ټلوالي لارۍ رارغښتي وه خو دا کرزی ورته کلــینرشـواو دایو شمېرپلنڅټومرتجعو پښتنووزیرانوځانونه ورته ډنډه پنج وګرزول شمالي ټلواله یي په رښتیني ډول نه تنهاله رارغړېدو څخه  وژغورله بلکي دملیاردوڅښتنه یي هم کړه ځکه خو دا ټګان نور نه شو منلی موږ ته یي ډېري وعدي راکړي دي خویوه یي لاهم ترسره نه کړه نه خو زموږ په مورنۍ ژبه لیک لوست ته زمینه برابره شوه نه خو د زده کړواو تحصلي برسونو عادلانه وېش وشو نه ملي اردو ملي اردو شو او نه ملي پولیس ملي پولیس شول اوس نو تاسو ته دا قضـاوت پرېږدم چي، که زموږ دا خپل څو مړسترګي پښــتانه وزیران د غلو په کابینه کي نه وای ایا له موږ سره به په دي ډول جفا شـوي وه؟

ممکین شوي وای خو په وړاندي به یي ډېر په بیړه یو بریالی او منسجم قیام هم شوی وو خو له بده مرغه همدا یو څو خرڅ شوي پښتانه وزیران اوسلاکاران دي چي دټول پښتون قام مخه یي نیولي ده یوځل بیا وایم چي داد ګیدړو واده بي څه نه دی یوځل بیا د پښتون قام د غولولو هڅي رواني دي شمالي ټلوالي ته تر هر چا ګټور او منلی کاندید همـدا کرزی موزي دی چي دده په وجودکي به داځل بیاپښتون قام له سختو دردونو سره مخامخ کړي نوځکه یي بایدمخه ونیسویوه بله هیله مي له تاسوڅخه داده چي سرله ننه نورکرزي کلینراوخرڅ شوي پښتانه وزیران اوسلاکاران ډنډه پنج وبولئ .