کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ميدان وردګو ولس دې دنوم ليکنې له طلايي چانسه ګټه واخلي

د ميدان وردګو ولس دې دنوم ليکنې له طلايي چانسه ګټه واخلي

د ميدان وردګو ولايت ولس دې دنوم ليکنې له پيل شوي بهير څخه په هوښيارنه او اګاهانه توګه ګټه واخلي او د ټاکنو د کارتونو د ترلاسه کولو په موخه دې په ولسي او ډليزه توګه د کارت ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د چا د ګواښ او ډارونې پروا دې ځکه نه ساتي ، چې ددوى راتلونکى په همدې کارتونو پورې تړلى دى .

په دې کې شک نشته چې د ميدان وردګو ولايت زياتره وګړي باسواده او په علم مين خلک دي ، دغه ولس د ټاکنو په ارزښت او په ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون په زيان او ګټه ښه پوهيږي ، نو له همدې امله بايد دغه ولس  په شعوري توګه د ټاکنو په راتلوونکي بهير کې د ښې او پراخې ونډې اخيستو په موخه نوم ليکنه وکړي .

ددغه کارت په ترلاسه کولو سره دوي  راتلونکي د خوښې ولسمشر ، د پارلمان او ولايتي شورا غړيو ته رايه ورکولى شي ، دغه د نوم ليکنې بهير چې تېره ورځ ددې ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو پيل شو ديوې مياشتې لپاره به دوام وکړي .

 د ميدان وردګو ولايت والي محمد حليم فدايي تېره ورځ ددغه بهير د پيل کېدو پر مهال له ټولو هغو کسانو ، چې عمرونه يې له اتلسو کلونو پورته دي غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنود نوم ليکنې په دغه بهير کې ، چې د همدې ولس راتلوونکى پورې تړلى دى ، په ډليزه توګه برخه واخلي او په عادي سترګه ورته ونه ګوري .

فدايي په دې ولايت کې ددولت په وسلوالو مخالفينو هم غږ وکړ، چې دملي پخلاينې  له پروسې سره يوځاى شي، قانون ته په احترام سره د نوم ليکنې په بهير کې دې ونډه واخلي او بيا دې د ټاکنو پر مهال د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي .

د ميدان وردګو ولايت مخورو ، علماوو ، جهادي قوماندانانو او د قلم خاوندانو د فدايي ددې خبرې کلکه پلوي وکړه ، چې نوموړي مخالفين دنوم ليکنې بهير ته راوبلل .
دغو مشرانو زياته کړې ده ،  له هغه وخته چې د ميدان وردګو والي دې ولايت راغلى ، نو وسلوالو مخالفينو ته يې د خبرو، مفاهيمې او صلحې بلنه ورکړې او پخلاينه يې د ستونزې غوره لار بللې .

دغو مشرانو وويل چې مخالفين دې د پرديو په لارښوونه  د خپل کړېدلي ولس راتلونکى نه تياره کوي او په دغه ټاکوونکي سرنوشت کې دې د ولس د ونډې خنډ نه ګرځي او دوي دې هم د يوه مسلمان ، ازاد افغان او ددې هېواد د بچي په توګه نوم ليکنه وکړي او خپله رايه دې په خپله خوښه وکاروي .

ددې ولايت د هرې ولسوالۍ مېشت وګړي دې  لکه د اشر په ډول په ډليزه توګه د نوم ليکنې مرکزونو ته لاړ شي او د هيڅ خنډ پروا دې نه ساتي ، ځکه رايه د هر افغان حق دى او دا ولس دې چا ته وخت نه ورکوي ، چې په ګواښونو  ددوي په مرۍ پښه کښيږدي او دغه حق  ترې واخلي .

 د ميدان وردګو ولايت د ولس ترڅنګ ، د ټول افغانستان وګړي او په ځانګړې توګه پښتانه دې په ډيرې هوښيارۍ سره د هېواد په هره سيمه کې د سر په قيمت نوم ليکنه وکړي ، کارت دې ترلاسه کړي او بيادې  په راتلوونکي کې د خوښې کانديد ته ورکړي ، ځکه چې اوس د پښتنو پر ضد د کورنيو او بهرنيو نورو دسسو ترڅنګ دا هڅې هم روانې دي ، چې دغه قوم د هېواد په ګوټ ګوټ کې په يوډول  نه په يو ډول د نوم ليکنې له دې بهير څخه بې برخې شي ، چې په راتلونکي کې بې رايې پاتې شوي او د خوښې کانديد ونلري .

 خو پښتانه دې په ټول هېوادکې دغه دسيسې دکارت په اخيستو او د رايې  په ورکولو سره شنډې کړي .