په ٢١ سپتمبر چي دسولي ورځ په افغانستان کي لمانځل کيده . نود معدني ټولنو بنسټونو او په ځانګړي ډول د ميډيوټيک دفتر په کابل کي په دي جشنونو کي فعاله ونډه اخيستي وه . او دسولي د ورځي څخه قابو ٢٠ ورځي وړاندي دهمدي ټولنو لخوا اعلان وشو . هرڅوک چي کوم چاپي اثار لري په کابل کي دي ميډيوټيک دفتر ته وسپاري .
او شرط يي دا وو چي په کتاب کي بايد سولي ته کار شوي وي . اوپه دي اثارو ياني کتابونو کي به يوه يوه جايزه د شعر کتاب او د نثر کتاب ته هم ورکول کيږي. ډيرو زياتو شاعرانو ليکولانو خپل اثار د ميډيوټيک دفترته وسپارل.
او په دي کتابونو يا چاپي اثار کي داسي کتابونه هم وو چي دنيمي لسيزي راهسي يي په پښتو ادب کي سارى نه دى ليدل شوى .
خو کله چي ٢١ سپتمبر ياني د سولي ورځ راغله . دهمدي ټولنو لخوا د جايزو د ورکولو ويشل پيل شو.
چي په پښتنو شاعرانو او ليکولانو کي يي د نثر په برخه کي ښاغلي رحيم الله بشارت ته جايزه ورکړه . او د شعر په برخه کي يي سمع الله تړون ته د سوليز شعر کتاب جايزه ورکړه .
اوس نو پوښتنه پيدا کيږي . چي ايا دغه دوه کسان رښتيا سره د جايزه وړ وو؟ اود دوى اثار ياني کتابونه په پښتني ادب د سولي په برخه کي رښتيا سره شهکار دي؟
زما پوښتنه له هم دغي کتونکي ډلي ( داوري هيئت ) څخه داده چي تاسو د خپل وجدان په محکمه کي ودريږي او بيا فکر وکړئ چي دغه دوه کتابونه د سولي د جايزي وړ وو؟ ځه دا به هم درسره ومنو چي د بشارت صيب کتاب د سولي لپاره ګټور دى . خو ښاغلي سمع الله تړون چي ټولو پښتانو په او په ځانګړي ډول ټولو فرهنګيانوته مالوم دى چي شعر نه وايي شعار ويي او شعار هم په داسي بڼه وايي چي ښکنځل دي. ددي په ځاى چي خلک سولي ،ورورولي ، ميني ، ښکلا ، انسانيت ته راوبولي . جنګ ته يي پاروي او بيا ددي در په در هيواد په دي ترينګلو حالتو .
نو اى کتونکي ډلي !
ايا د تړون شاعري سوليزه شاعره ده ؟
ايا د تړون شاعر د هنر په ګاڼه پسلول شوى؟
ايا د تړون شعر د نوښت ،شعريت ، ښکلا ،ميني ، انسانيت او له سوليز پيغامه ډک دى؟.
اى کتونکي ډلي !
ستاسو له ډلي څخه به هر يوکس په شعر باندي ښه پوهيږي .ځان ته به لوى شاعر، لوى ليکوال او يا لوى خدمتګار د پښتو ژبي وايي .نوايا ستاسو خدمت ستا قضاوت همدغه وو؟
افسوس ستاسو غوندي په بي وجدانو کسانو افسوس ستاسو غوندي له ريا ډکو انسانو باندي .
ددي په ځاى چي د پښتو ژبه او د پښتو شعر ته د پرمختګ لاره حوره کړي لاره کي ورته خڼډونه اچوي .ددي په ځاى چي پښتانه شاعران د ښه شعر ويلو ته راوبولى . د ښکنځلو مردار ډنډ ته يي ګذاروى .
هو ستاسو دابي انصافه ډله ګرمه نه ده ځکه ددي پريکړو کولو حق ته تاسو ته په ميراث کي رسيدلى وو . او دا وطن همداسي بي وجدانه اود فارسيونوپه اصطلاح (پستو) خلکو وران کړو.
او ښه خو يي لا داده چي ښاغلى تړون خلکو ته وايي چي ماته له ميډيوټيک دفتر څخه اخوال رکول کيږي چي دي خپل کتاب که ١٠ کاله وړاندي هم چاپ شوي راويي ليږه او که داسي نشي کولاى نو يوشعر مير جوړ کړه چي سوله پکي يادوه شوي وي مونږ جايزه تاته درکوو.
نو چي وړاندي نه وړاندي يو چاته په پټه خوله جايزه منل کيږي .
نو اړتيا څه ده چي له نورو شاعرانو نه کتابونه غوښتل کيږي او يا يي دکتابونو دسپارلو اعلان کيږي.
خو نيغ په نيغه دي ورسره بل څه مرسته وکړئ .نو خلکو ته ولي تکليف رسوي ؟
د پښتو ژبي او د پښتو شعر توهين ولي کوي ؟
ولي نړۍ ته دا ښيي چي ګويا پښتانو کي شاعران نشته که شته دي يواځي د تړون غوندي خلک دي؟
ولي نړي ته پښتو شعر د جنګ وسيله ورپيژني ؟
زه په ايمان وايم چي زه د تړون سره هيڅ ډول کومه دوښمني او بدنيت نلرم. تړون زما سره په ډيرو ادبي غوڼدوکي ناست دى . ډيري خبري اتري مي ورسره کړيدي . او تړون په ماګران هم دى . خو ددي جايزي وړ نه دى . که چيري د شعاري شاعرۍ جايزه ورکول کيږي نو بيا يي تړون حق لري که چيري د سولي او انساني ميني په نوم جايزه ورکول کيږي . نو بايد چي ايماني پريکړه وشوي او څوک چي يي وړ وي هغه ته دي ورکړي .په دي کي کار کي د معدني ټولنو بنسټونو اداره او ميډيوټيک بي کيفايتي ده . دوى بايد په هنر پوه خلک د کتونکي ډلي لپاره ګمارلي واى .