کور / تازه خبرونه / پاكستاني طالبانو په پنجاپ كې دشوي ځانمرگي بريد مسوليت ونه مانه

پاكستاني طالبانو په پنجاپ كې دشوي ځانمرگي بريد مسوليت ونه مانه

  

دبهرنيو خبري اژانسو نو درپوټونو په حواله همدا نن دپاكستاني طالبانو دتحريك يوه تن  غړي مفتي رحمان وويل چي دوي دمسلم ليگ(ن) دغړي رشيد اكبرنوايي پركور ځانمرگي بريد نه دي كړي .دده په وينا هرڅوك چي دغه بريد په طالبانو پوري تړي  دطالبانو بدنامي كوي، مفتي رحمان زياته وي چي بيت الله مسود دا بريد په كلكه غندلي دي . ديادوني وړده چي پرون ماښام ناوخته دپنجاب په بهكر سيمه كي د پاكستان دپارلمان  او مسلم ليگ نوازي پر مهم غړي اكبر نوايي دهغه په كور كي ځانمرگي بريد و شوو چي تر دي دمه پكي دشلو څخه دزياتو كسانو دوژل كيدو او دنوايي په گډون دپنځوسو تنو په شاوخواكي دژوبليدو خبرونه وكړل  شوي