کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملي روغه جوړه او د ډاکټر نجيب الله د خور خاطرې

ملي روغه جوړه او د ډاکټر نجيب الله د خور خاطرې

نن په ګران هېواد افغانستان کښې تر بل هر وخت د ملې روغې جوړې او ملې پخلاېنې ډېر ضرورت دې . که څه د هېواد دښمنان پدې لړ کښې هره هڅه له ځنډ سره مخامخ کوې لکه پدې وروستېو کښې د ښاغلې اولس مشر حامد کرزې له اړخه ملا عمر او دده انډېوالانو ته د سولې او روغې د خبرو اترو لپاره بلنه ملابرادر د پاکستان له سما ټلوېژن سره په خبرو کښې په ډېر غرور او تکبر سره رد کړه ، نو پداسې حالاتو کښې دهغو مشرانو اومخکښو منورېنو چې اوس زموږ په منځ کښې نشته دهغوې له تګلارو او پالېسېو څخه باېد په پوره ډول ګټه واخستل شې او باالاخر ملې روغې جوړې ته لاره هواره شې .
پدې اشخاصو کښې دډاکټر نجېب الله لار ښوونې او کړنلارې زموږ لپاره د ېو رهنماېې په توګه ېوه ښه غنې بېلګه ده ، واقعا دنوموړي هغه ملې هڅې که دوخت داخلې او خارېخې مختورنو نعلتې سازشې عناصرو کامېابې ته پرې اېښې واېې نو ګران هېواد به اوس هېڅ کله لدې ناورېنونو سره نه واې مخ شوې او لکه دمنځنې اسېا دنورو هېوادونو غوندې به سوله پکښې ټېنګه او هېواد به مو ژغورلې پاتې وو .  پدې لړ کښې دنوموړي د تلېن په مناسبت له پېښوره د خپرېدونکې مېاشتنې لېکوال په ېوه ځانګړې ګڼه کښې د ارواښادخور او خورځې دوه لېکونه نشر شوې وو چې ښاغلې نورالبشر نوېد ورباندې ښې غورې لېکنې هم کړې وې پدې لړ کښې د نوموړي د خور محترمې لېک ستاسو په وړاندې دې هېله ده د خوښې اورهنماېې سبب موشې .


بشر صاحب ! لومړې خو ستاسو د روغتېا په هېله ېم ؛ مننه چې موبېا ماته دا وخت راکړو ؛ چې زه خپل د سفر څو هغه مهمو ټکو ته چې زه د ډېر اوږد مزل څخه چې زموږ د خلقو په ژبه اوه غرونو او اوه درېابونو بلل کېږی راغلم .
سفر مې وکړو او لومړې ځل وو چې له ۵۰ کالو وروسته خپل هېواد ته لاړم پدې هېله او ارمان  چې دهغو دوو قهرمانو او باتورو شهېدانو وروڼو مزار ته به ځم او زېارت به ېې کوم . مزار شرېف ته لاړم زېارت مې وکړو بېا کابل ته راغلم او نېت مې د پکتېا دتللو وکړو . چې مېلن ته لاړه شم او بس په بله ورځ د مېلن په لور وخوځېدم ـ ترګردېز پورې سړک او لاره ډېره ښکلې وه . او دداسې دنګو غرونو څخه روانه شوم چې ېو خاصه ښکلا او عظمت پکښې پروت وو .
بېا زما تصور د تارېخ هغه دور ته لاړ چې د هسکو او دنګو غرونو مېړنې زامن وو چې مېړانه ېې غېرتونه ېې د تارېخ په پاڼو کښې په زرېنو کرښو لېکل شوې دې .
نو چې کله ګردېز ته ورسېدو له هغه وروسته خپلې هېدېرې ته لاړو او مزارونه ته د دوو شهېدانو (ډاکټرنجېب (شهېد) او احمدزۍ(شهېد) ورسېدو او زېارت مو وکړو .
کله چې موږ هلته ناست وو او دعا مو کوله ،د ډاګټر صاحب هغه خبره راېاده شوله ، که زه وم او که نه وم ېابه دېو ګمنام سپاهې غوندې په خپلې خاورې کښې ېم او بېا به هغه وخت خلق قضاوت ډېر عادلانه او منصفانه کوې او واېې به چې دوی دوطن اصلې زامن وو ، ځکه ېې سرونه ورکړل .
اما هوډ ېې په ځاې کړو چې که زما وېنه هم وغوښتل شې زه درېغ نه کوم ، دوطن د سولې او ېووالې لپاره زمااوس فزېکې وجود هم چې د ډېرو انبارو لاندې وو خپل ځان ېې خاورې کړو خو خپله لار ېې ژوندې وساتله .
خپل ځان ېې خاورې کړو له دې لپاره چې خپله لېاره ، هدف ، او ارمان چې دوطن ، خلکو ته سوله او ېووالې راوستل وو او ېو پر مختللې افغانستان مستقل ازاد او بې طرفه افغانستان هېله وه هوډ ېې پوره کړو اما هېله او ارمان  له ځان سره هغې خاورو ته ېووړو چې زه ېې زېارت ته تللې وم .
اما ېوه خبره مسلم حقېقت ده چې که دوې له مونږ سره نشته اماپه معنوېت کښې به تل په نړې ابدې ژوندې وې . ځکه مېړنې په وطن مېن باتوران نه مرې ، اونه خاورې کېږې .
دوې به دټولو وېاړ او دوطن جګه شمله وې مګر دهغو سترو ننګېالو مزار ډېر ساده او خړپړ وو ، مګر کله چې افغانستان ته ورسېدم دا باېد ضرورې ده چې ېادونه وکړم چې د ډېرو اسې کسانو به نومونو څلور لارې او واټونه نومول شوې دې چې هېڅ رنګه ابتکار ېې ندې کړې او دخپلې خاورې او خلکو لپاره ېې قدرت او څوکې نه ده پرېښې ځکه چې دوې تل په خپل مورد کښې فکر کړې دې .
او خپل قدرت موقف او ځان ېې غوښتې دې . او اوس چې نشته دې او په زور او جبر په خلکو باندې کوڅې شخصې کوې او بېا ورته داسې بڼه ورکوې چې ګوېا خلکو دا کار کړې دې .
د مظلومو دخلکو د زړه خداې خبر ، هغوې د بدوخت ډوډې ته حېران دې تاسو لادابې شرمې او سپېن سترګې ته وګورې .
خېر په هره توګه ، زه ډېره خوښه شوم چې مزار ېې خړ پړ او ساده وو ځکه هغه انسان دخلکو لپاره د سوکالې لپاره ېې ملې روغه جوړه اعلان کړه ، دقدرت څخه ګوښه شو چې نوره جګړه ختمه شې وېنې توېېدل بندشې ، مېندې بورې ، خوېندې ورارې ، مېرمنې کونډې نشې ، ډېرو لوړې هېلې او لوې ارمان ېې درلود .
د ستر سمسور ودان سوکاله مستقبل او روښانه افغانستان لپاره ، ځکه چې افغانستان د آسېا زړه دې او غوښت ېې چې دادآسېا زړه ډېر قوې بامورال او روح ېې ګرم او تود وې .چې حرارت ېې دټولې آسېا نورو هېوادونو ته ورسېږې ، مګر افسوس چې دوطن دښمنانو او دتارېخ شرمولې وخت ېې ورنکړو او ژوند هم ورسره ېارې ونکړه .
زه به دېوې بلې تارېخې موضوع په رابطه ېولنډنظرواچوم چې امرېکنانو پدې وروستو کښې ېومستند ېعنې ډاکمنټرې فلم خپور کړې چې ماېې ېوه ډې وې ډې پلاس راوړه چې په هغې کښې دستر سکندر له زمانې څخه چې د سرزرو سکې چې دوه نېم زره کاله مخکښې ېې شتون درلود ښکاره کوې .
دافغانستان جېولوجستانو د نورو هېوادونو په شمول سره ګډې کېندنې ته لاس پورې کوې  او داخزانه لاس ته ورځې .
راوباسې ېې او مېوزېم ته ېې سپارې ، کله چې ډاکټر صاحب په اقتدار راځې دغه خزانه چې په برطانېه کښې موندل شوې وه له مېوزېم څخه ورته انتقال ورکوې ، داهغه زمانه ده چې ډاکټر صاحب ملې روغه جوړه اعلان کړه .
اوبله خبره د ملګرو ملتونو د پلان او ټېنګار سره چې وروستې کلونه دې وضع مغشوشه ده هلته مزارشرېف کښې بغاوت شروع شوې وو ، نو ډاکټر صاحب تصمېم نېسې چې داخزانه له مېوزېم نه وباسې او دافغانستان بانک دزمکې لاندې ځاې چې المانېانو ډېر کلک او مضبوط جوړ کړې وو هلته راوړې او محفوظ ېې کړې .
او اوه دانې کېلې ورته جوړې او هره ېوه ېوېو کس ته ورکوې او هغوې اوه بېل بېل هېوادونو ته استوې او په اخر کښې کوډ له ځان سره ساتې کله چې چپاولګران تېرې کوونکې او داړه ماران ، خاېنېن ، د پردېو اجېران او وطن پلورونکې وطن ته ځې او هلته پناه اخلې ، له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پورې دوې ډېر زېات کوششونه کوې چې د خزانې کوډ د ډاکټر صاحب څخه تر لاسه کړې اما برېالې نشول .
دفلم په ېوه برخه کښې پخپله امرېکاېان پدې باندې اعتراف کوې چې مونږ داسې فکر کاوه چې دغه خزانه ډاکټر صاحب روسانو باندې خرڅه کړې ده او پېسې ېې بېن المللې بانکونو ته انتقال کړې دې ، اما کله چې فلم پاې ته رسېږې دوې بېا خپل نظر داسې بېانوې چې نه ېواځې د خزانې کوډ ېې چاته ورنکړو او له خپله ځان سره ېې خاورو ته ېووړو او هم دارنګه ېې دافغانستان ملې شتمنې امانته وساتله او په فلم کښې دا هم ورسره زېاتوې چې ډاکټر صاحب د شهادت دعواملو څخه دغه ېو عامل هم ګڼل کېږې چې تر ډېر فشار لاندې راغې خو هېڅ کله ېې کوډ له زړه څخه بهر نکړو .
د ۱۹۹۲ له پېښو وروسته تاسې هم شاهد ېاست او ټوله بهرنې نړې هم شاهده ده چې دغو د پردو بادارانو غلامان څنګه ملې شتمنې ملې هوېت ملې ناموس او ېووالې په خپلو بادارانو خرڅ کړل او خلک ېې په توره تېاره کښې وغورځول .
او دا هېواد ېې په کلونو کلونو شاته وتمباوه . دابه ومنو چې په هېواد کښې ېو نماېشې تغېر راغې مګر په کومه سطحه عملا اوس په هېواد د ازاد بازار مارکېټ لاره خلاصه ده ، هېڅ رنګ قوې اقتصاد نشته ، تاسو ېو عجېب او غرېب بېلنس د دوه طبقو په منځ کښې ګورې .
ېوه طبقه ډېره سرماېه داره چې ټولې دچورچپاول تېرې او مافېا پېسې او بله طبقه ډېره بې وزلې ده ، حېران پاتې دې چې څه وکړې . د امرېکې څخه نېولې د نړې نور هېوادونه هلته تللې دې هم دا اوس د خلکو امنېت تامېن ندې ځان مرګې برېدونه هره ورځ ادامه لرې ، روغتېا او زده کړې ته هم پاملرنه نده شوې ، که شوې ده ېو فېصد غلو مافېا او قاتلانو ته  .
مظلومو عامو خلکو ته د ښار بڼه هېڅ نه پېژندل کېږې سړکونه لارې کوڅې ټولې ورانې وېجاړې دې .
د افغانستان ېووالې ته لوې خطر پېښ دې داد انګرېزانو فارموله ده چې نفاق واچوه او حکومت وکړه لکه څنګه چې ېې اوس کوې .
زما سفر زه هم خوشاله کړم او هم خواشېنې ، خوشاله پدې چې له ډېرې مودې وروسته خپل هېواد ته لاړم خپلوان دوستان او خپل وطن مې له نژدې ولېدل ، ډېره ګرمه مېلمه پالنه وشوه . او خواشېنې پدې چې هلته فضا او حالات مې ولېدل ، ډېره مشکېله ده چې وواېم چې په افغانستان کښې به ژر حالات په ښه کېدو شې .
ځکه چې اوس خو لا پکښې مافېاېې سېسټم دې ترهغو چې په افغانستان کښې ېو قوې لېډرشېپ او دپرګنو څخه نوې او دخلکو ملاتړ ورسره نوې او داسې ېو قوې لېډرشپ وې چې دخلکو د ارادو استاذې او پلوې وې او دوطن دردمن رنځېلدې او ربړېدلې خلکو ته ښه لارښود او طبېب شې او واقعا د ېو خپلواک پېاوړې پرمختللې بې طرفه هوسا سوکاله او مستقل افغانستان په لورې وطن رهبرې کړې .
زما دسفر عمده او مهم ټکې دهغه دوه شهېدانو د مزارونو زېارت وو شهېد ډاکټر صاحب او احمدزۍ شهېد چې په دې لارې ډېر په مېړانه ، ننګ ، شهامت او غېرت مرګ ته ېې غېږ پرانسته او هغه هوډ ، ژبه او پښتو ېې پځاې کړه چې د خپل ورور سره ېې کړې وه او د کورنې ېووالې او وحدت ته ېې په درنه سترګه وکتل او دخپل ملې ارمانونو او پاکو اهدافو چې دوطن خلکو ته ېې درلودل دشهادت جام ته ېې لبېک ووېل .

اما اوس مستند فلمونه ورباندې جوړېږې او کېسټونه ېې بازار ته دخرڅلاو لپاره راځې ، رسالې او کتابونه ورباندې لېکل شول ، روسانو ، امرېکاېانو او خپله افغانانو ، څوک ېوشان اعتراف کوې او څوک بل شان ، ملامتې او الزام په ېو بل اچوې ، اما اوس ډېر ناوخته دې ، هغه په پښتو کښې ېو متل دې واېې پلار مې سپرو مړ کړو که پلوو زما دښې ېې ووېست .
فقط خلکو ېو سېاسې بزنس شروع کړې اما دهغه چې کوم اهداف او ارمان وو تر اوسه هېڅ چا عمل ورباندې وونکړو . که خلک ځان ته آېېډېل لېډر ېا رهبر جوړوې باېد په لارې او اهدافو عمل وکړې ، نه چې عکسونه راووځې ېاڅلې جوړ کړې ، مېنه او درناوې د رهبر ېا لېډر په زړونو کښې دې چې په لارې عمل وکړې .
تاسو په خپله قضاوت وکړې ، دافغانستان اوسنې کښېنولې دولت په هېواد باندې تېرې او تجاوز نمانځې ، ېعنې د ثور ۸ کله چې دوې د کابل ښار ته راننوتل ټوله نړې ته ثابته ده چې څه ېې وکړل .او اوس ورسره چې ځان سپر پاور واېې او نور قدرتونه ټول په کابل د امنېت او سوکالې راوستلو لپاره تللې ، اما په کابل کښې صرف د جشن منطقې امنېت چپکې . جمهور رېېس او ټوله کابېنه ددې امنېتې ارګانونو وزېران داخلې او بهرنې عالې رتبه کسان ټول راغونډ شوې وو ، بېا ددولت په ولس منتر باندې ډزې کېږې دغې ته امنېت او صلح راوستل واېې ؟
اما هېڅ قدرت نه غواړې چې په هېواد کښې صلح راشې . ټول ځان ته خپل اغراض او ګټې لرې هېڅ کله به دافغانستان ملت څوک په خپل حال پرې نږدې . چې خپلې فېصلې پخپله وکړې کله دمذهب په نوم کله دژبې په نوم سره جنګوې او وژنې او څه چې باقې دې هغه خپله په بمبارو ختموې .
بس دغه لوبه روانه ده ، چې اېا کله به داپاې ته ورسېږې ، معلومه نه ده ، داسې ماغزه کله کله په پېړې کښې راځې او هغه هم ېو لوې نعمت وې ، دالله تعالې لخوا چې خلکو ته ېې ورکوې .اما نن که ډاکټر صاحب زمونږ سره نشته مګر لارې ، عزم ، مفکوره او نظرېه به ېې ژوندې او ابدې وې .