شمعې سوځيږه ! ترسحره پورې نه رسيږو
دګل دحُسن ترمحشره پورې نه رسيږو
ستا دمظلومو اوښكو سرو زخمونو رنګ را نه وړ
لمبه لمبه شه تر د لبره پورې نه رسيږو
ته خولاښه يې چې پرهر پرهر شې ساه وركوې
موږ بد نصيبه تر پرهره پورې نه رسيږو
ته د وجود د لمبو جام كې خپل نظر ويشې
موږ داسې ورك يو ترنظره پورې نه رسيږو
ساقي ! اورونه دپيالو په غيږ كې ولګوه
سبا قيامت دى تركوثره پورې نه رسيږو
څوك دجذبو په لېونيو توپانو كې ورك شول
موږ لا دخيال ترسمندره پورې نه رسيږو
پيغامه ! ستا د قسمت كرښي هم بدلې نه شوې
پرسرو سكروټو ځو ترلمره پورې نه رسيږو
۳۰/ ۵ /۱۳۸۶