کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / چل ولس ته غلى شوئ

چل ولس ته غلى شوئ

جمهور رئيس حامد كرزي د كوچني اختر له لمانځه وروسته يو ځل بيا د دولت په مخالفينو غږ وكړ چې د جګړې لاره پرېږدي او خبرو ته ورسره كېني او د خپل هېواد ورانول پاى ته ورسوي.

ده دا هم وويل چې بېرته راستانه شوي مخالفين(تسليم شوي مخالفين) دې له بهرنيانو څخه نه وېرېږي چې ګوندې دوى به يې وځوروي او زندانونو ته به يې واچوي.

د ملا محمدعمر اخند د اختر ډالۍ خپل ولس ته بيا دا وه چې جګړه تونده كړي او كه الله ج كول نو بهرنيان يې په ګونډو كړي كه نن دى كه سبا دوى به تېښتې ته اړ شي او څومره خلك چې  د ده او كرزي تر منځ په جګړه كې وژل شوي او لا هم وژل كيږي، هغوى دې الله ج وبښي. دواړو واكمنو د جګړې كونډو او يتيمانو ته كومه اختري ډالۍ نه درلوده او په خپلې چوپتيا سره يې داسې ښودل دغه كونډې او يتيمان چې د اختر له پاره كلچې او جامې نه لري نو دا خو په دوى پورې اړه نه لري، ځكه دوى خو د ديني ارشاداتو پر بنسټ څه رازقين او جامه رسوونكي خو نه دي چې چاته به ډوډۍ او جامې رسوي د دوى موقف په شريعت كې د شپنو دى او شپانه دا معنا چې خپلې رمې څرنګه څروي او پيايي، نو هغسې به يې څروي او پيايي.

جمهور رئيس كرزى دا خبرې په داسې وخت كې كوي چې څه موده وړاندې يې هم ويلې وو غواړي چې ملاعمر او حكمتيار سره خبرې وكړي، خو ادرس يې نه لري. څو ورځې مخكې يو وياند يې هم ويلي وو چې له بې ادرسه خلكو سره خبرې كول بې ګټې دي.

خو كرزي بيا په كراتو كراتو د ملاعمر او حكمتيار ادرسونه رسنيو او پاكستاني چارواكو ته په ډاګه كړي چې هغوى په پاكستان كې په دغه او هغه ځاى كې دي. كېداى شي له كرزي صيب سره د ملاعمر او حكمتيار پخواني ادرسونه وي، خو د اوسنيو ادرسونو موندل يې هم دومره ستونزمن نه دي، دغه ادرسونه كولى شي د سعودي پاچا پر ځاى له كورنيو او بهرنيو خبريالانو څخه چې ورغلي او له دوى سره يې مركې كړي، ترلاسه كړي. كه دا هم ورته ستونزمن ښكاري د قاري يوسف او زبيح الله مجاهد د تليفون شمېره خو نن سبا د هر چا په جېب كې ده له دوى سره دې اړيكه ونيسي، دوى به يې ادرسونه ورته وركړي.

د مخالفينو د مشرانو چرګ خو يوه پښه لري، د بهرنيانو په شتون كې د خبرو روژه يې نيولې او له چا سره خبرې نه كوي او كله چې بيا بهرنيان ووځي، نو كرزى خو به له هغوى څخه مخكې تښتېدلى وي او بيا اړتيا نه پاتې كيږي چې له چا سره خبرو ته كېني، نو بيا به هماغه خرك او درك وي. يانې په ښارونو او كليو كې به قمچينو كراسي، په پنجشېر، تخار مزار او دشت لېلې كې د پښتنو مړستون او په لارو او واټونو كې به د دوى د ډاتسنو اتڼونه. كه ملت وژل كيږي او يا په سيند لاهو كيږي خو د ملا صيب دې د پاچ پټكى پر سر وي او بې ډهوله ترانې دې غږوي.

د شنونكو په اند دواړه غاړې او په جګړې كې ټولې مافيايي ډلې چې له جګړې څخه ګټه وړي او جېبونه يې ډكيږي د جګړې درول نه غواړي او د جګړې د دواړو لورو له خوا د جګړې د ادامې له پاره موازې هڅې پر مخ بيول كيږي، چل يې ولس ته غلى كړى، ولس يې هيپونوتيز كړى او يرغمل كړى او د دواړو لورو هڅې، تګلارې او څرګندونې مرسته كوي چې په هېواد كې د سولې او جوړجاړي بهير شاته ووهل شي او جګړه دوام ومومي.

كرزي تل د عامه نظر د اړولو په موخه د رسنيو له لارې ظاهراً د دولت له مخالفينو سره د خبرو او جوړجاړي خبره كړې او د مخالفينو مشرانو هم د يو موازي حركت په ترڅ كې له دولت سره خبرې كول رد كړي او شرط يې وړاندې كړى چې د بهرنيو ځواكونو په شتون كې به له چا سره خبرې ونه كړي. د شنونكو په باور د خبرو د وړانديز په اړه د مخالفينو دا ډول غبرګون د خبرو او سولې مخه نيسي، يوازې جګړه اوږدوي او بهرنيو ځواكونو ته موقع په لاس وركوي چې د زياتې مودې له پاره په سيمه كې پاتې شي. د خبرو په اړه د دولت د مخالفينو دا ډول غبرګون د هېواد په سياسي كړيو كې دا شكونه پيدا كړي چې دوى نه پوهېږي د مخالفينو مشران د يهودو او نصرانيانو رښتينې دوستان دي او كه رښتينې دښمنان؟ او د دوى دا ډول موازي غبرګونونه په سيمه كې د ترهګرۍ ضد ټلوالې له پاتې كېدو سره مرسته كوي او كه له وتو سره؟

افغان ولس د شوروي نيواك پر وخت له تجربو څخه دا زده كړي چې د دا راز شخړو د هوارۍ له پاره يوازنۍ لار خبرو ته كېناستل دي او بل هيڅ اقدام  له خبرو پرته د هېواد د خپلواكۍ، سولې او امنيت د ټينګښت له پاره اغېزمن  نه دى. د شنونكو په اند د لسګونو شواهدو له مخې دا ثابته شوې چې د جګړې دواړه غاړې د جګړې درول نه غواړي او د كرزي له خوا دا ډول بې الله اكبره اذانونه كېداى شي د عمومي نظر د اړولو او د ټولټاكنو د كمپاين له پاره وي.

ځينې سياستوال خو ان په دې باور دي چې د دولت او مخالفينو زياتره لوړ پوړي چارواكي د يوې سكې دوه مخه دي چې له يوې چينې څخه خړوبېږي، پرته له دې چې ولس پرې وپوهېږي، يوه دا سې لوبه لوبوي چې په بڼه كې سره مخالف او په ماهيت كې سره يو ده. دوى وايي چې دغه واكمن د پرديو په چوپړ كې دي، د بهرنيو ستراتيژيو له پاره په مافيايي ډلګيو كې كار كوي، په هيڅ شي ايمان او باور نه لري او د هېڅ دين، ايډيالوژۍ او يا د هېواد له پاره ژمن نه دي.

دوى د ټولټاكنو د كمپاين په درشل كې د كرزي له خوا د دولت مخالفينو ته د خبرو وړانديز او د مخالف مشرانو له خوا ردول يې، كټ مټ هغه سياسي لوبه بولي چې د امريكې د ولسمشرۍ د ټولټاكنو پر مهال د ولسمشر بوش او بن لادن تر منځ تر سره شوه.

د امريكې ولسمشر كوچنى بوش چې كله نږدې وه د تولټاكنو د دويمې دورې پر مهال له خپله سياله ماتې وخوري، نو له خپل دوست بن لادن څخه يې مرسته وغوښته او دغه ګواښ ورته له دې زاويې متوجه و، چې عامو امريكايانو له بوش څخه په دې شا اړولې وه چې پر عراق او القاعدې يې نا حقه بريد كړى او امريكه يې په لوى لاس د جګړې كومي ته وركړې ده. دوى ويل چې ولسمشر بوش د دې له پاره پر عراق بريد وكړ چې ويل يې هغه هېواد د ډله ييزې وژنې وسلې جوړوي، خو د عراق له نيولو وروسته دغه ادعا غلطه ثابته شوه. بل خوا بن لادن پر نيويارك له بريد څخه منكر و او ويل يې چې پر نيويارك دوى بريد نه دى كړى او دوى په مظلومانه توګه د امريكې تر يرغل لاندې راغلي دي. خو كله چې د احصايو ځينو پايلو دا وښوده چې دموكراتان له جمهوري غوښتونكو سره د پلويانو له اړخه خورا نږدې شوي او كېداى شي چې ولسمشر بوش په ټولټاكنو كې ماتې وخوري، نو د رايو وركولو څخه يوه ورځ مخكې بازار ته د بن لادن يوه سي ډي ووته چې په هغه كې ويل شوي وو چې پر نيويارك بريد دوى كړى وو او د لومړي ځل له پاره د دغه بريد مسووليت يې واخيست. دغه سي ډي د ځينو تلويزيونونو له لارې په امريكې كې خپره شوه او همدا وو چې ولسمشر بوش د بن لادن د دغه سي ډي په مرسته امريكايانو ته د خپلې جګړې حقانيت او د ترهګرۍ ضد ماهيت په اثبات ورساوه او ټولټاكنې يې وګټلې او د دويمې دورې له پاره ولسمشر وټاكل شو. دا په داسې حال كې ده چې په نړۍ كې له نيم څخه زيات خلك د ترهګرۍ ضد جګړه د جمهوري غوښتونكو دسيسه بولي او دموكراتانو يې هر كله غندنه كړې ده.

دوى وايي چې د افغان ټولټاكنو پر مهال د مخالفينو له خوا د رايو وركولو هېڅ مخالفت او مخنيوى ونه شو او ولسمشر كرزي تر ټولو زياتې رايې په هغو سيمو كې لاسته راوړې چې د د دولت د مخالفينو تر ولكې لاندې وو.

اوس د بن لادن او ولسمشر بوش او د ملا عمر او ولسمشر كرزي تر منځ دا راز موازي غبرګونونه څنګه كېداى شي د دوى تر منځ تربګني او مخالفت تعبير شي. هغه څه چې په نااعلان شوي ډول د دوى تر منځ ترسره كيږي د همكارۍ او تعاون بڼه لري نه د مخالفت او دښمنۍ.

خو هغه څه چې د دوى تر منځ له اعلان شوي حالت يانې تقلب، دوكې او جګړې څخه زېږي هغه زموږ د يوې برخې غافله او بې ګناه ولس بې رحمانه مرګ ژوبله او له هغوى څخه د لابراتواري ژوو په توګه كار اخيستل دي چې د دوى وسلې، پروژې او سياستونه پرې تجربه كيږي.

كله چې د كرزي له خوا له مخالفينو سره د خبرو كولو وړانديز كيږي، نو دا څه كولى شي عام نظر د كرزي په لور واړوي او كله چې بيا دغه وړانديز د ملاعمر او يا حكمتيار له خوا رديږي، نو دا كرزى نور هم غټوي يانې په دې مانا چې ولس ته داسې تلقينوي، كوم څوك چې په هېواد كې د سولې او خير و ښيګڼې غوښتونكى دى، هغه كرزى دى بايد په همده تكيه وشي او د دولت مخالفين چې له وژلو او تړلو پرته په نور څه نه پوهېږي بايد پر ضد يې جګړه دوام ومومي او د وسلې په زور له منځه لاړ شي.

دا هغه څه دي چې امريكې او كرزي په كراتو كراتو اعلان كړي او د هغوى د بربنډې ستراتيژۍ يوه برخه ده، اوس دا مخالفت دى كه همكاري؟

مخالفت په دې مانا وي چې هېڅ لورى خپل دښمن ته د بري او ګټې پورته كولو زمينه نه برابروي اود هغه په لاس د خپل ځان د كمزوري كولو موقع نه وركوي.

كه فرض كړو چې د كرزي د خبرو د وړانديز پر وړاندې د دولت د مخالفينو غبرګون دا وي چې راځه دا ګز او دا ميدان، نو په دې صورت كې كرزى له څومره ننګونو سره مخ كولى شي.

څرګنده ده چې د خبرو پر مهال دواړه لوري مجبوره دي چې واك جرګې او د ولس استازو ته وسپاري او د ولس استازي به ډېر ژر لويه جرګه راوبولي او دغه جرګې ته به واك وركړي چې څه پرېكړه كوي. څرګنده ده چې د لويې جرګې پرېكړه به د واك خبره ټولټاكنو ته وړاندې كړي، د بهرنيو ځواكونو وتو ته به مهال وېش وټاكي او له دواړو غاړو به وغواړي چې جګړه ودروي، چې دا څه امريكه او د هغې مافيايي انډيوالان كوم چې د دولت په دننه او د دولت په مخالفينو كې دي نه غواړي. ځكه په افغانستان كې د جګړې په درېدو سره د بهرنيو ځواكونو شتون ته نوره اړتيا له منځه ځي او په دې صورت كې دغه ځواكونه د روسيې، ايران، چين او پاكستان له لوري تر فشار لاندې راځي چې سيمه پرېږدي او ووځي.

كه د جګړې د دواړو غاړو تګلارو ته وكتل شي، ليدل كيږي چې د جګړې دواړه غاړې همدغه په سيمه كې د اوږدې مودې له پاره د بهرنيو ځواكونو د شتون موخه او هدف تعقيبوي.

بهرني ځواكونه د وسلې په زور د مخالفينو پر فزيكي حذف ټينګار لري، نه په سيمه كې د سولې او امنيت په راوستلو او ټينګولو او همدا راز مخالفين په سيمه كې د امنيت او سولې ټينګولو ته اهميت قايل نه دي، بلكې خپله جګړه جهاد بولي او وايي چې خپل جهاد ته به د يهودو او نصاراو تر بشپړ منځه وړلو او د نړۍ تر بشپړې مسلمانولو پورې ادامه وركړي او موخه يې دا نه ده چې بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وباسي او هغوى ته په سختو او درنو تلفاتو اړولو سره هغوى مجبوره كړي چې له هېواد څخه ووځي.

د مخالفينو د جګړې ستراتيژي دا ده چې په بهرنيو ځواكونو ځمكه سره وساتي او دغه ځواكونه د اوږدي مودې له پاره په افغانستان كې مصروف وساتي او له دې لارې يې اقتصاد كمزورى كړي او د اقتصاد د كمزورتيا له امله لكه د شوروي امپراطوري محوه او نابود شي، خو دا ستراتيژي د جګړې ټول زيانونه يوازې افغانانو ته متوجه كوي او لكه څنګه چې د شوروي امپراطورۍ د ټوټه كېدو پر مهال وليدل شول، كومه امپراطوري چې د افغانانو پر مټ ټوټې شوې وه ګټه يې هغه چاته ورسېده چې د افغان مجاهدينو تر شا ولاړ وو او دوى يې د خپلو موخو له پاره استعمالول، اوس هم د امريكې او ناټو له منځه تلو او نابودېدو څخه زياته ګټه هغه چاته رسېږي چې د طالبانو او اسلامي ګوند د جګړې تر شا ولاړ دي. لكه څنګه چې د شوروي په ماتې سره افغانستان خپلواكه نه شو او يوازې ښكېلاكګر بدل شول يانې د شوروي سرو پوځونو ځاى د پنجاب او ايران تورو پوځونو او ورپسې د يهودو او نصرانيانو پوځونو ونيوه، همدا راز په هېواد كې اوسنۍ جګړه به هم يوازې د ښكېلاكګر ځاى بدل كړي او له سيمې څخه د ناټو پوځونو په وتو سره به يو ځل بيا د روسيې، ايران او پاكستان پوځونه سيمې ته راشي، نو په همدې بنسټ جګړه د افغانانو له پاره څه ګټه نه لري او د افغانستان د خپلواكۍ او د اسلام د ژغورلو تضمين نه شي كولى، د بري او كاميابۍ يوازنۍ لار دا ده چې د افغانستان لانجه د خبرو له لارې هواره او د افغانستان د خپلواكۍ تضمين د يو نړيوال سند په لړ كې رامنځته شي. په افغانستان كې د لانجو او د بهرنيو يرغلونو او تاړاكونو سرچينه فقر او د فقر له امله د بهرنيانو مرستې ته د لاس غځول دي او تر ټولو كاميابه او غوره جهاد په افغانستان كې د فقر وركول او هېواد له بهرني تړاو څخه ژغورل دي. هر هغه څوك چې د فقر له وركاوي سره مرسته وكړي نو ستر جهاد يې كړى او هر هغه څوك چې د فقر له خپرولو سره مرسته كوي نو په حقيقت كې له دغه مسلمان ولس او دين سره يې ستره جفا او د كفر له خپرولو سره يې مرسته كړې ده.

جګړه فقر زېږوي او هغه هم داسې جګړه چې په غليم يوازې ځمكه سره وساتل شي او اوږده جګړه وي او د بهرنيانو د ګټو د ډاډمنولو له پاره وي. كه چېرې تكيه په جګړه كيږي نو د افغانانو په ګټه بيا دا دي چې جګړه تونده او رالنډه كړي او د ځانمرګو بريدونو پر ځاى مخامخ سخت او ډېر شديد راكټ مرګي بريدونه ترسره كړي، چې دا كار له يوې خوا د نيواكګرو تلفات زياتوي او هغوى په خپلې ماتې باوري كوي او له بلې خوا هغوى مجبوروي چې يا سولې ته غاړه كيږدي او يا خپله مخه د افغانانو پر ځاى پنجابانو او ايرانيانو ته واړوي چې افغانان يې د خپلو هېوادونو د دفاع له پاره سپر كړي او د خپل ولس پر ځاى دوى يې د ناټو او امريكې د جګړې خولې ته وركړي دي. دلته د يادولو وړ ده چې د افغان ولس سرښندنې او قربانۍ له فاسدو قيادتونو سره سره بيا هم د هېواد په خپلواكۍ كې رغنده رول لوبولى شي او يا كم تر كمه د حالاتو ابتكار او كنټرول د فاسدو قيادتونو له ولكې وېستلى شي، خو د خبرو له لارې د افغان لانجې هوارول تر ټولو غوره او اسانه لار ده.

د شوروي د نيواك پر مهال وليدل شول چې د شوروي نيواك د جينوا د خبرو او پرېكړو په لړ كې پاى وموند او همدغې تجربې ته په كتنې سره كه له قيد او شرط پرته دواړه غاړې خبرو ته سره كېني او لانجه جرګې ته وسپاري چې هواره يې كړي او جرګه هم په دې وتوانېږي چې لانجه هواره كړي، نو بيا جګړې ته څه اړتيا او مجبوريت دى چې د جګړې د دواړو غاړو قيادتونه پرې ټينګار لري؟

كه ومنو چې جرګې لانجه هواره نه كړاى شوه، نو كم تر كمه دومره خو كولى شي چې په ګوته كړي لانجه څوك جوړوي او څوك غواړي چې پر افغانستان د نيواكګرو ولكه اوږده كړي. اوس چې د دواړو غاړو مشران جرګې او پخلاينې ته زړه نه ښه كوي، نو څرګنده ده چې دغه مشران له افغان ولس او ګټو سره تړلي نه دي، پردي دي او د خپلو مافيايي ډلو د ګټو له پاره كار كوي.

د سياسي شنونكو په باور د جګړې د دواړو غاړو مشران خبرو ته ځكه زړه نه ښه كوي چې دوى پوهېږي كله چې عام ولس ته د قيادت له فساد څخه پرده پورته شوه، نو بيا به هغه ننداره جوړه شي چې پخوا د دې هېواد له شاه شجاعانو سره جوړه شوې وه.

د افغانستان د لانجې له پاره د هوارۍ لومړۍ او وروستۍ لار د خبرو اترو او د نړيوالې هوكړې لار ده او ټولو مصلح افغانانو ته په كار ده چې پر قيادتونو زور واچوي چې خبرو اترو ته سره كېني او نور د ولس ربړولو او قتلولو ته پاى وركړي.

انشاالله