په ميدان وردګ ولايت كې په زرګونو كسانو د شهيد الحاج تورګل د فاتحې په مراسمو كې ګدون وكړو.
د تلې په شپږمه نيټه دميدان وردګ ولايت په مقام كې د شهيدا لحاج تورګل د فاتحې په مراسمو كې د ميدان وردګ ولايت ټولو ولسواليو څخه په زرګونو كسانو برخه واخيسته، پدغه مراسمو كې دميدان وردګ والي ښاغلى محمد حليم فدائي، ولايتي شورا غړو،دولتي ادارو ريسانو، قومي مشرانو او جهادي قوماندانو ګډون وكړو لومړى شهيد روح ته د ثواب په نيت د قرانكريم ختم وشو ورپسې دميدان وردګ والي محمد حليم فدائي د ارواښاد الحاج تورګل په خاطراتو پراخه رڼا واچوله اوزياته يې كړه( ارواښاد دخپلو خلكو په خدمت كې شپه ورځ هلې ځلې كولى،او تل مدام يې دمينې،محبت ،سوكالۍاوابادۍ پيغام خپلو هېواد والو ته رسولو او اند چې د دولت دمخالفينوته يې هم دسولې پيغام له ځان سره درلوده)وروسته د ولايتي شورا رييس حضرت محمد جانان هم دشهيد په ژوند رڼا واچوله او دده شهادت يې ټول هېواد لپاره يوه ستره ضايع وګڼله په پاى كې دشهيد روح ته دعاء وشوه او كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه وشو.
دميدان وردګ و لايت مطبوعاتي دفتر مسول – سيرت (۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰)