غزل
څه شو څه شو هغه مينه محبت
پخوانی هغه وختونه د عزت
يو تر بل به زاريدل دوستان خپلوان
ها د سرو زرو وختونه د جنت
اوس د غوړ نستوړی قدر دی هر چرته
څومره ګران شو په دی ښار کی سکونت
يو ساقی دی چی نفرت يی زړه کی نشته
کله کله خو کوی د جام يو ست
د خدای په عبادت روح هوسا کيږی
څوک چی عرش ته کړي دعا په صداقت
ښه انسان ته احترام دباسين دی
د جهان کرونه شي په لوړ همت