مبارکي
په برتانېا کې او سېدونکو محترمو افغانانو !
د کوچنې اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ، ستاسو درنو کورنيو ، په هېواد اونړۍ کې ټولو افغانانو او مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وايو او نيکي هيلي وړاندي کوو او د خداي ( ج ) څخه هېله کوو چې د ټولو مسلمانانو روژي او عبادتونه قبول وګرځوي .
د تيرو کلونو په شان ، سږ کال د کوچني نيکمرغه اختر لمونځ په برتانېا کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولني په انګړ ( ويست اکتون ) کې د سهار پر لس بجې کيږي . د اختر د مبارکۍ وروسته د ټولني له خوا سهارنۍ تياره شوي او تر هغي وروسته داختر د ميلې دودونه د سندرو او اتڼوڼو په بڼه پيل کېږي .
زموږ هيله به داوي چې ددي مبارکو ورځو په درناوي ګيلي او کيني پريږدو ، د ورورۍ غيږه يو بل ته پرانېزو او په دي توګه د خپل رب رضا حاصله کړو .
د وخت نه په ګټي پورته کوونې غواړو روښانه کړو چې ټولنه دوه ويبپاڼي لري چې د ټولني د کلتوري او فرهنګي فعاليتونو رپوټونه او يو لړ تجارتي اعلانونه خپروي . موږ له تاسو هېله لرو هغه افغاني ځوانان چې دکامپيوتر د تکنالوژی سره سروکار لري تشويق کړۍ چې د ويبپاڼو په فعال ساتلو کې مرسته وکړي . همدارنګه د افغان ليکوالو او شاعرانو څخه غوښتنه کوو ، خپلي مقالي او شعرونه ويبپاڼو ته د خپريدو په موخه د بريښناليک د لاري واستوي . دا به د ټولني سره ستاسو مرسته وي چې تجارتې اعلانونه له دي لاري خپاره کړی .
دافغانانو ټولنه د کوچنيانو او تنکې ځوانانو د پاره د لېک لوست د ښودنې ، ددينې او نورو اړينو مالوماتو د زياتونې کورسونه لري چې د يکشنبي د ورځې د دوه بجو نه تر پنځو بجو پوري د ټولني په انګړ کې فعال وي . له دي کبله مېنه وال کولاي شي د ټولني د دفتر نه په دي اړه زيات مالومات په لاس راوړي .
په پای کې تاسو ته بلنه درکوو چې د افغانانو د ټولني په شا وخوا راټول شئ او د هر ډول تعصب پرته د افغان کډوالو او پنا غوښتونکو مرستندوي وګرځئ او په خپلو کې يو موټی شئ . اختر مو مبارک شه په درناوي
سيد جان کاروانې
په برتانېا کې د اوسېدونکو افغانانو دټو لني ريس
د ټولني ويبپاڼې :www.afghansuk.com , www.sarinuk.com