کور / تازه خبرونه / طالبانو ۱۱۸ یرغمل کړي کسان خوشي کړل

طالبانو ۱۱۸ یرغمل کړي کسان خوشي کړل

رویټر او بی بی سی نن خبر ورکړ چی طالبانو د هغو څه باندی ۱۴۰ مزدورانو څخه چی یوه اوونۍ مخکی یې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کی یرغمل کړي وو ، ۱۱۸ یې نن ایله کړل . د فراه والی روح الامین وویل چی د مخورو او مشرانو د مسلسل کوښښ په نتیجه کی دغه کسان را خلاص شول او هیله ده چی پاته کسان هم ژر را خوشي سی . د طالبانو قوماندان ملا وکیل د یو نا معلوم ځایه په تلیفون کی رویټر ته وویل چی د دې تښتوني هدف دا و چی هغه افغانان مشخص کړو چی د امریکایی پوځ او افغان اردو سره کار کوي . ده زیاته کړه چی نور کسان به هم ژر خوشی کړو . دغو مزدورانو د ایران پولي ته نږدې د یوې امریکایی اډې په جوړولو کی کار کاوه چی تېره هفته کورونو ته د تګ پر لار طالبانو یرغمل کړل .