کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هندوستان : د نجونو قبرستان !

هندوستان : د نجونو قبرستان !

ډاکټر نثار احمد صمد


د ښکلا مجلې څخه په مننه


 


هندوستان د نړۍ تر ټولو ډير نفوس لرونکی هيواد دی . په دې هيواد کي څه باندي يو بليون ياني زر مليونه وګړي ژوند کوي ، البته چين هم په همدې شمېر نفوس لري خو د هند نفوس په بيړه د چين  څخه د ډيرښت په حال کي دﺉ .


په هند کي په هرو دريو ثانيو کي دوه کوچنيان زېږي ، چي په دې حساب هر کال د هند پر نفوس باندي څه باندي لس مليونه اضافه کيږي . هند له دې درکه د لوی مشکل سره مخامخ دﺉ .


تر هغه ځايه چي په ښځينه نفوس پوري اړه لري ، هغوی هر کال د خورا سترو تلفاتو او قربانيو سره مخامخ کيږي .


څيړنو ښودلې چي په هند کي په مليونونو نجوني ( خصوصأ تر زوکړي مخکي ) وژل کيږي يعني سقط جنين يا په عاميانه ژبه نقصان (Abortion )  د شدت په حال کي دی . دغي وضعي د نرينه او ښځينه نفوس د تناسب شدید ډيروالی منځته راوړی دﺉ . څيړونکو معلومه کړې چي هند په تيرو شلو کالو کي لس مليونه نجوني تلفات ورکړی دی . حتی په تيره فبروري کي پوليسو د مدياپردېش ايالت په رتلان ښار کي دوه کسه ونيول چي څلور سوه هډوکي ورسره کشف سول او ويل کيږی چي دا ټول د نازو کړو نجونو وو چي د سقط جنين په توګه ضايع سوي وې .


په تير سپټمبر کي په پنجاب کي د يو کلينيک په کنده کي په لس ګونو سقط جنين ماشوماني وموندل سوې . ددې لپاره چي د هغو آثار کشف نه سي نو اسيډ يعني تيزاب ورباندي پاشل کيدل . دا کلينيک د هندي پوځ يو تقاعد سوي پوځي او د هغه ميرمني چلاوه چي هيڅ مسلکي هم نه ول .


په اګره کي د جمنا په سيند کي څو ځله دغسي جنينونه موندل سوي چي نجونو يا ميرمنو ضايع کړي ول .


دا وضع د هند د نفوس ښځينه او نرينه تناسب ته سخت زيان اړوي .


د هند د جنیسيت معلوملولو ادارې معلومه کړې ده چي تر ۲۰۰۴ پوري هند د هرو ۱۰۰۰ زوکړو هلکانو په مقابل کي ۸۸۲ زېږدلي نجوني لري چي دا د هيواد د راتلونکي په زيان تماميږي .


بايد وويل سي چي په چين کي د هرو ۱۰۰۰ هلکانو په مقابل کي ۸۳۲ نحوني وي چي دا حالت تر هند لا هم خراب دﺉ . خو تشويش دا دﺉ چي د هند دغه تناسب ورځ په ورځ پسي ډيريږي .


د اندېښنې وړ ټکی دا دﺉ چي په هند کي هر کال نهه لکه ديرش زره نجوني ضايع کيږي يعني دا چي تر زوکړي مخکي د سقط جنين (  Abortion) په توګه ، تر زوکړي وروسته ډير ژر د وژلو په توګه يا تر څه غټيدو وروسته د تښتولو په توګه او يا هم تر پيغلتوب وروسته د ورک ( لادرکه ) کېدو او باالاخره تر واده وروسته د وژلو يا ځان وژلو په توګه ضايع کيږي . د نجونو د همدې ضايعاتو له مخي اوس په هنديانو کي دا يو متل ګرځېدلی دﺉ چي وايي ( د نجلۍ لرل داسي دی لکه د بل چا په باغ کي چي تخم وکرې ) .


د هند حکومت په ۱۹۹۴ کي دا قانون نافذ کړ چي نور نو هيڅوک د مور په رحم کي دکوچني هلک والی يا نجلۍ توب نسي معلومولای  . خو تر دې قانون مخکي به الټراساونډ ماشين لرونکو کسانو دا اعلان کاوه چي ( اوس صرف درې زره روپۍ مصرف کړئ خو وروسته درې لکه ياني درې سوه زره روپۍ وژغورئ ) يعني خپل ښځينه ماشوم دمور په رحم کي زموږ په ذريعه تر معلومولو وروسته ضايع کړئ ( په درې زره روپيو فيس سره ) څو چي تر پيغلتوب وروسته به د درو لکو روپيو ولور څخه بيغمه سئ ( دا ځکه چي په هنديانو کي ولور د نجلۍ د کورنۍ لخوا د زوم کورنۍ ته ورکول کيږي ) .


خو تر دې قانون مخکي ډيرو کمپنيو د الټراساوند ماشينونو په ورليږلو او خرڅولو سره له هنده سترعايدات ترلاسه کړل مثلآ امريکايي کمپنۍ (( جنرل الکټريکس )) په مليارډونو ډالره کش کړل او ددې کمپنۍ د الټراساونډ ماشينونو لخوا په مليونونو مؤنث جنسونه تشخيص سول چي وروسته ضايع  (  Abortion) کړای سول .


ددغه قانون تر راوتلو وروسته په هند کي شپاړس مليونه الټراساونډ ماشينونه په غير قانوني توګه پلورل سوي دي . اوس ډاکټران د الټراساونډ پر مهال په کلکه منع دي چي مور ته د هغې په رحم کي د ماشوم جنس ووايي که نه يو لک ياني سل زره روپۍ به جريمه سي .


حکومت صرف څو محدودي اوونۍ وخت مور ته ورکوي چي سقط جنين وکړي چي هغه هم خپل خاص شرايط او محدوديتونه لري .  د دغي ټاکلي مودې او خاصو شرايطو پرته نه مور او نه هم ډاکټر حق لري چي په رحم کي ماشوم ضايع يا وغورځوي . بايد وويل چي دا جواز هم ورځ په ورځ محدوديږي او نن لدې نه يوه لويه سياسي مسئله جوړه سوې چي مرکزي او ايالتي حکومتونه او پارلمانونه هغه د يوې سياسي ، مذهبي او تبليغاتي وسيلې په توګه مخته بيايي .


دې کشمکش په هند کي يوه لويه ستونزه ايجاد کړې او د بشري حقوقو ددفاع جوړښتونونه يې سخت مصروف او فعال ساتلي دي . همدا وجه ده چي نن په هند کي عوام په ټوکو سره وايي چي هندوستان د نجونو قبرستان دﺉ .