پوليسو وروسته له هغه په پاكستاني هوايي ډګرونو كي امنيتي تدابير سخت كړل، چي د لاهور د علامه اقبال هوايي ډګر د پوليسو دفتر ته له يوه نامعلومه تليفون څخه په ميدان كي دننه د ځانمرګي بريد ګواښ وسو.
د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك د ټولو هوايي ډګرونو پوليسو ته د تيارسئ امر كړى او په ميدانونو كي د شكمنو كسانو تلاښۍ سختي سوي دي.
په پاكستان كي ګډوډيو او امنيتي ستونزو د دغه هيواد اعتبار په نړيواله كچه كمزورى كړى او د امريكا سفارت په پاكستان كي د وېزو پر وركولو بنديز لګولى او پاكستان مېشتو امريكايانوته يې د احتياط توصيه كړې ده.