کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د وزيرانو شورا د وروستۍ ناستي په اړه يوه نيوکه

د وزيرانو شورا د وروستۍ ناستي په اړه يوه نيوکه

عجيبه فيصله:
 مـــــــــتن  : دوزيرانو شوری په ۱/۷/۱۳۸۷نيټه د جمهوری رياست د لمړی مرستيال صاحب په مشرۍ غونډه وکړه او لاندی فيصله وشوه
قيمت تكت رفت و برگشت في تن حاجي به عربستان سعودي از طريق شركت هاي هوايي عربستان سعودي مبلغ 985 دالر امريكايي
انتقال حجاج توسط د آريانا افغان هوايي شركت از ولايات في تن حاجي250 دالر
كرايه منازل در مكه معظمه و مدينه منوره، خاك پولي كشور عربستان سعودي، خدمات در شهر مينا في تن حاجي 1268 دالر
قيمت واكسين مننجيت، وثيقه حج، مصارف تعداد 650 نفر كاركنان خدماتي پروسه حج در داخل كشور مبلغ 126 دالر
 بناً از آنعده حجاج كه مبلغ 147600 افغاني توسط وزارت حج و اوقاف اخذ گرديده است بنابر فيصله امروزي شوراي وزيران معادل 7100 افغاني از مبلغ مذكور به حاجيان دوباره مسترد گردد.
نو اوس به محسابه وکړو چه د ولايتونو يو حاجی څومره مصرف لری
۹۸۵+۲۵۰+۱۲۶۸+۱۲۶=۲۶۲۹ دالره=۱۳۱۴۵۰ افغانی
او دکابل اوشاوخوا د حاجيانومصرف
۹۸۵+۱۲۶۸+۱۲۶=۲۳۷۹ دالره= ۱۱۸۹۵۰ افغانۍ
داوه هغه رسمی مصارف چه د وزيرانو په شوری کشی پر هغو بحث وشو او تائيد شو نو پر همدی اساس د حج او اوقافو وزارت بايد دهغو ولايتونو حاجيانوته چه د اريانا افغان هوائی شرکت له خوا کابل ته انتقال کيژی بايد ۱۴۷۶۰۰-۱۳۱۴۵۰ =۱۶۱۵۰ افغانی او هغو حاجيانوته چه داخلی پرواز نلری بايد ۱۴۷۶۰۰ -۱۱۸۹۵۰= ۲۸۶۵۰ افغانۍ بيرته ور کړی. د افغانستان ټول حاجیان له محترم عاليقدر لمړی مرستيال صاحب څخه په ډير عجز التجا کوی:
۱- لمړی مرستیال صاحب صرف يوه دقيقه دخارج د بانکونو له حساب څخه ځان فارغ کړه فيلمی اکټينګ پريږده اودا فيصله له سره د کابينی سره وګوری.
۲- کوم مصارف چي شاغلی شهراني صاحب تاته در کړي هغومره د حج مصارف نه کيږي بلکه له هغه څخه کميږی کنه د نورو ممالکو څخه پوښتنه وکړۍ.
۳-دتير شوی کال پیسی چه له حاجيانو څخه واخيستل شوی چا محاسبه کړی چه څومره مصرف شوی او متباقی چه کم از کم ۲۴ ملیونه ډالر کيدل څه شولی چون دا د حاجيانو پيسی وی بايد يو هيئت د حاجیانوله جملی څخه په اتخاب د حاجیانو ټاکل شوی وی.
۴- نور موضوعات هم زيات دی د هغو له ليکلو څخه صرف نظر کوم ځګه د هغوی له لیکلو څخه زه شرميږم ځکه انترنيټ په ټوله نړۍ کی لیدل کيږی .