کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امریکا د پاکستان د ویشلو په هڅه کي ده

امریکا د پاکستان د ویشلو په هڅه کي ده

                    دا د برتانیې د ګاردین د ورځپانې هغه خبر دی چې  د ویسا د ورځپاڼې دروان کال د تلې  د دریمې نیټې په ګنه کې خپور شوی دی. دغه خبر په داسې حال کې اعلامیږي چې د تلې په دویمه نیټه په پاکستان کې د امریکا پرخلاف لاریون کې یو شمیر پاکستانیان ووژل شول . بل لور د تلې په دریمه اعلام وشو چې پاکستاني پوځونو د شمالي وزیرستان د انګور اډې په سیمه کی د جلال نومي په کلي کي د امریکایې پوځونو یوه  بی پیلوټه الوتکه وغورځوله.دغه پیښه په داسې حال کې را منځته کیږي چې پاکستاني پوځ  امریکایې ځواکونو ته خبرداری ورکړی  و، چې د پاکستان په خاورې باندې د برید په صورت کې به دوی هم آرام نه پاته کیژې .


                  ګارډین لیکلې :په قبایېلي سیمود امریکا بریدیو پلان شوی کار دی او غواړي د افغانستان جګړه پاکستان ته وغځوي او د آصف علي زرداري په مشرۍ په دې هیواد کې نوی ملکي دولت کمزوری کړي .ګاردین لیکي په اسلام اباد ښار کې په ماریوټ هوټل شوې موتر بم چاودنه امریکا ته د قباییلی وسله والو له لوری یو ګواښ و چې که چېرې  په دی هیواد بریدونه جاري وساتي نو دوی به هم امریکایان په نښه کوي.


                په هر حال شنوونکي وایي امریکا غواړي  په پاکستان کې  خپل پوځي شتون پراخ کړي او دا هم د دې لپاره چې دا هیواد په اټومي وسلو سمبال دی او امریکا ویره لري که دا وسلې داسلامي بنسټ پالو لاسته ولویږي نو دا به دوی او لویدیځ ته  یو لوی سرخوږی او آن د برید کولو ستر ګواښ وي . د پاکستان موجوده حالات داسی پیچلی دی چې هیڅوک یې په اړوند وړ اندوینه نه شي کولای.


                 خو ځینو کسانو داسې فکر کاوه چې له واک څخه به د پخواني جمهور ریس پرویز مشرف له ګوښه کیدو وروسته حالات ښه شي او س وینو چې نه یواځی حالات ښه شوي بلکې ورځ تر بلې ترینګلي کیږي .امریکا به څه دول خپله دا  نخچه پلې کړې ښایې امریکا د دی کار لپاره له هند چې دا مهال له روسیی سره نږ دې اړیکې لري خپلی اړیکې نږدی  او پیاوړې کړې.بل لور به امریکایې پوځ خپل بریدونه د پاکستان په قباییلي سیمه جاري ساتي او د دغو بریدونو په پایله کی به د افغان دولت هغه اندیښنه هم له منځه ولاړه  شي  چې د پاکستان د قباییلې سیمو په اړوند یی لري.


            خوپه  پاکستان باندی د امریکا د دغې طرحې  پلی کیده هم دومره آسانه کار نه دی ځکه د دي هیواد زیات وګړي د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په هڅه کې دی.او نه غواړي هیواد یی د ناامنیو او جګړو ډګر وي.له بلی خوا امریکا چې  د پاکستان پر نوی ولسمشرآصف علی زراری څومره   حساب کوي فکر نه کیږی چې نوموړی دی هومره په خپلو چارو کی بریالی وي ځکه نوموړي   د پرویز مشرف برخلاف د پوځ او استخباراتی شبکو له ملاتړ څخه برخمن نه دی.امریکا تر څو چې د دی هیواد په پوځی کړیو  کي نفوذ ونه کړي نا شونې ده  چې خپل  پلانونه په  دی هیواد د خپلی خوښی سره سم   عملی کړي.او په پاکستاني پوځ کي نفوذ  کول ناشونی کار دی،ځکه  د پوځ چارواکي وایي که امریکا په پاکستان کې منګولي  ښخي کري نو د دې هیواد په اټومي وسلو به لاس رسیۍ ومومې او د دغی چاري د پوره کیدو په صورت کې پاکستان په اتوماتیک دول خپل دفاعی ځواک له لاسه ورکولای شی.چې په دی صورت کي به د پاکستان شتون تر پوښتنی لاندي راشي.خوپه سیمه کي  د هر ډول ناامنۍ هڅه کولای شي  افغانستان ته هم خطرناکې پایلې ولرې .او د دی هیواد حالت به نور هم کړکیچن شې.