دكندهارپه ژړي والسوالى كې دناټواودولتي سرتيروپه ګډوعملياتوكې تيره ماښام ديرش تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوديارلس تنه نورژوندي نيول سوي چې پنځه تنه يې ټپيان دي .
دكندهاروالي اسدالله خالدافغان ازادي راديوته وويل چې په وژل سويوطالبانوكې دهغوي دوه تنه نامتوسمئيزقومندانان ملارحمت الله اوملامحمدالله هم شامل دي .
دخالدپه خبره چې چاڼيزعمليات دژړي والسوالي په ملايانوپه سيمه كې ترسره سوي چې ناټوځوكوانوله هوايې ځواك څخه هم پكې كاراخيستي .
دكندهاروالي وايې چې په ژړي والسوالي كې به چاڼيزوعملياتوته دوام وركړي .