کور / راپور / ميدان وردګ:په سلهاو قومي مشرانو د پوهني د ملاتړژمنه وکړه

ميدان وردګ:په سلهاو قومي مشرانو د پوهني د ملاتړژمنه وکړه

په ميدان وردګ ولايت كې د پوهنې  دملاتړ کمیټو او په سلهاوو قومي مشرانو د امنیت د تامین په اړه پخه ژمنه وکړه


دميدان وردګ ولايت كې دپوهنې ملاتړ او دفاع شوراګانو د پوهنې څخه دملاتړ او امنيت په موخه  د تلې په دويمه نيټه د ولايت په مقام كې غونډه جوړه كړه، غونډې كې دميدان وردګ  ولايت والي محمد حليم فدايې، ولايتي شوراغړو،دولتي او نادولتي ادارو ريسانوبرسيره  د ميدان وردګ ولايت د اتو ولسواليو اړوندد پوهنې ملاتړ او دفاع (۲۳۷) شوراګانواستازو په شمول(۶۰۰)تنو برخه واخیسته.


غونډې ته دميدان وردګ ولايت د اتوولسواليود پوهنې ملاتړ او دفاع شوراګان استازو وينا وكړه او هريو په خپلو خبرو كې د پوهنې او ډاډمن امينت ژمنه وكړه وروسته غونډې ته دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايى يوه پراخه او هراړخيزه وينا وكړه او ميشتې شورا%