د سې شنبې په سهار په كندز كي د جرمني او افغان پوځيانو پر يوه كاروان بريد وسو، چي د والي محمدعمر په وينا يوازي بريد كوونكى پكښي وژل سوى دئ، والي وايي بريد كوونكى پر دې نه دئ توانېدلى چي كاروان په نښه كړي، كله چي كتار تېر سوى دئ بيا يې ځان الوزولى دئ.
بلي خواته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريدد مسئوليت منلو ترڅنګ، څو جرمني پوځيانو ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعا هم كوي.