ډی. پی. اې. خبري آژانس راپور ورکوی چی په دوشنبه یو ځان وژونکي د سوات درې په مدیان کی نهه پوځیان ووژل . جګړن مراد خان وویل چی په چاودېدونکو موادو بار موټر ځان د امنیتی ودانۍ سره وواهه او دا پېښه یې رامنځ ته کړه .
دیو بل خبر له مخی چی د پاکستان « نیوز » ورځپاڼی ورکړ ، راغلي چی د سوات درې په بلوګرام کی جنګیالیو د ګاز نل الوزولی او فعلأ په دې سیمه کی پر تګ راتګ بندیز لګول سوﺉ دﺉ . منبع وایی چی سیمه د دوو ورځو راهیسی برق هم نه لري ، دا ځکه چی جنګیالیو د برق برج الوزولی دﺉ .