د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کی د خپلو نهو پوځیانو د وژلوپخلی وکړ . دا پوځیان په بېلابیلو ولایتونو کی په مختلفو نېټو وژل سوي دي یعنی : ۲ د سپټمبر پر شلمه په کورینګل کی د سړک د ماین په ذریعه وژل سوي وو ، ۴ د سپټمبر پر اوولسمه په ګردی سرای کی د سړک ماین وژلي وو ( چی یو یې محسن نقوی نومېدﺉ ) ، یو په فراه کی د سپټمبر پر نولسمه وژل سوﺉ و ، یو په ابل مونتی کی د سپټمبر پر ۱۸مه د هغو زخمونو څخه مړ سوﺉ و چی د سپټمبر پر ۱۷مه ویشتل سوﺉ و ، یو هوایی عسکر په اسلام آباد کی د خپلو هغه زخمونو څخه مړ سو چی د سړک د ماین په ذریعه ور رسېدلی و ، خبر زیاتوی چی پدې تلفاتو سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر اوس ۶۰۴ ته ورسېد . و ،