اسوشیټیډ پریس د اسلام آباد څخه خبر ورکوی چی نن دوشنبه پاکستانی پوځ او قبایلو پر دوو هغو امریکایی هلیکوپترونو ډزي وکړې چی د ډیورنډ له کرښی څخه یو میل په لوړه منډی کی داخلي سوي وې . خبر زیاتوی چی امریکایی هلیکوپترونو ځوابی ډزي و نه کړې او بیرته د افغانستان هوایی قلمرو ته پر شا سوې . دا خبر دوو استخباراتی کسانو چی نه یې غوښتل نومونه یې افشأ سی اسوشیټیډ پریس ته ورکړ . پاکستان او امریکا تر اوسه رسمأ پدې هکله څه نه دي ویلی .