داسې ښكاري چې نړيوال په دې وروستيو كې په پوځي او سياسي ډګر كې سل په سلو كې ړانده او كاڼه شوي دي، پخوا به يې خپل دښمن كه په سوړه كې هم ننوت په ډېر مهارت واژه، خو اوس د واده د محفل، ختم او نورو ولسي غونډو فرق نه شي كولاى د وسلوالو طالبانو په تور په لسګونوعام خلك وژني، شينډنډ او ننګرهار يې ښې بېلګې دي.
داسې ښكاري چې دې مرض نورو برخو ته هم لاره پيدا كړله، رنګين شعارونه، خو په حقيقت كې هېڅ!!
د سپټمبر پر اتلسمه مې په ځينو خبري رسنيو كې واورېدل او ولوستل چې د پژواك خبري اژانس مشر دانش كړوخېل او د پژواك مسوولې مديرې فريدې نېكزاد ته د خبريالۍ په برخه كې د زړورتيا جايزه وركړه شوې ده.
HYPERLINK “http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=62313” http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=62313
د پژواک رييس او مسوول مديره د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې جايزې ګتوونګي وپيژندل شول
محمد ويس – Sep 18, 2008 – 10:07
کابل
د وږي
د پژواک خبري اژانس رييس او مسوولې مديرې د ٢٠٠٨ زيږديز کال د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې جايزې ګتوونګي پيژندل شوي دي.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخيل او مسووله مديره فريده نيکزاد په ژورناليزم کې د دوى د زړورتيا او د رسنيو د ازادۍ په لاره کې د دوى د فعاليتونو په خاطر، د ژورنالستانو د دفاع د کميټې
له خوا ګټونکي پېژندل شويدي .
د ژورنالستانو د دفاع د کميټې ( CPJ ) د وږي په ٢٨مه اعلان وکړ چې همدارنګه له عراق څخه بلال حسين، له يوګاندا څخه اندريو ميوندا او له کيوبا څخه هکتور مسيدا ګويرز هم په خپلو هيوادونو کې د يادې شوې جايزې ګټونکي پېژندل شويدي .
د ژورنالستانو د دفاع د کمېتې د بورډ مشر پاول ستيجر Paul Steiger په يوې خپرې شوي خبرپاڼې کې ويلي دي: (( دا د لومړۍ کرښې د جبهې ژورنالستان دي چې د خپلو هيوادونو خلکو او نړيوالو ته د خبر جوړولو په لاره کې يې خپل ژوند په خطر کې اچولى دى. ))
نوموړي زياته کړې چې د دوى زړورتيا او هوډ، په مهمو برخو کې د نړۍ پوهاوى په پراخه کچه زيات کړى دى .
د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې اجراييوي رييس جويل سيمون Joel Simon وايي: (( زموږ د جايزې ګټوونکي د ژورنالستانو د حقونو لپاره په هر ځاى کې چې وي، د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې د اقداماتو استازيتوب کوي. ))
نوموړي زياته کړې چې دوى په دغو ژورنالستانو باندې وياړي او د هغوى له فعاليتونو څخه ملاتړ کوي.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخيل د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې ياده شوې پرېکړه په ډېرو سختو شرايطو کې د رسنيو د ازادۍ لپاره د خپلو دوامدارو ژمنو څخه ستاينه بولي.
نوموړى وايي چې له بيلابيلو غاړو څخه د ګواښونو او تهديدونو سره _ سره، د رسنيو د ازادۍ څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
دى وايي: (( په افغانستان کې ژورنالستان چيرته چې د بې پرې معلوماتو جريان اوس هم د يو لرې پاتې خيال په توګه پاتې شوى، د خطر سره مخامخ دي، خو ما دغه خطر منلى او خپل کارته دوام ورکوم.))
نوموړي ټينګار وکړ چې د هدف د لاسته راوړلو لپاره سرښندنه اړينه ده او زياته يې کړه چې په هيواد کې د بيان آزادي ده ته له لومړيتوبونو څخه ده .
کړوخيل ، په ټولې نړۍ کې د زړورو ژورنالستانو څخه د ملاتړ په موخه د ژرونالستانو د دفاع د کمېټې د پرله پسې هڅو ستاينه وکړه.
همدارنګه د دغه کمېټې د بورتن بينجامين د ياد د جايزې لپاره د زيمبابوى له هيواد څخه ژورنالست او د بشري حقونو فعال بيتريک ميتوا د بشري حقونو او د بيان د ازادۍ په لاره کې د هغه د هڅو په خاطر د ګټوونکي په توګه پيژندل شوى دى.
ټاکل شوې ده چې دغه جايزې د روان زيږديز کال د نومبر په مياشت کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې د امريکا د متحده ايالاتو د نيويارک په ښار کې ګتوونګيو ته ورکړل شي.
پژواک د افغانستان ترټولو لوى خپلواک خبرى اژانس دى چې په هيواد کې اته سيميز دفترونه لري او د هيواد دننه او بهر کې د خبريالانو د يوې پراخې شبکې په درلودو سره په پښتو، دري او انګليسي ژبو خبرونه او رپوټونه خپروي.
كه څه هم دانش كړوخېل تر يوه حده د دې جايزې مستحق ښكاري چې په سختو شرايطو كې يې پژواك چلولى او د نورو خلكو په څېر ډېر ځان خوښى نه دى، دغه اژانس ځان تر نورو مخكې كړى دى، خو زه د فريده جانې دې شهكار حيران كړى يم.!!
د حيرانۍ ځاى دى، چې د خبريالۍ په ډګر كې نه څوك د فريدې نېكزاد غږ اوري، نه يې راپورونه څه خاص دي او نه چا وليدل چې فريدې نېكزاد دې د كوم غريب او ځورېدلي انسان غږ تر چا پورې رسولى وي، يا يې كوم داسې كار كړى چې د هغې زړورتيا دې خلكو ته څرګنده شي، كه يې په دې برخه كې څه هاخوا دېخوا كړى وي، موږ نه يو پرې خبر!.
فريدې نېكزاد ته تر دې مخكې هم يوشمېر بهرنيانو د زړورتيا جايزه وركړې وه. چې دلته يې د خبر بشپړ متن لولئ:
HYPERLINK “http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=57538” http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=57538
دا سمه ده چې فريده نېكزاد د رحيم الله سمندر مېرمن ده او سمندر ځان د بهرنيانو په سترګو كې داسې وركړى، چې بس د ټول افغانستان د خبريالانو ملاتړ او مدافع دى، د بيان ازادي ده په افغانستان كې رايج كړه او داسې نور… حال دا چې كه تاسې د افغانستان په جنوبي ولايتونو كې له خبريالانو وپوښتـئ چې لږ تر لږه ښاغلي سمندر كومه ورځ ورسره تماس نيولى؟
د هغوى د ستونزو پوښتنه يې كړې ده؟
ايا په دې پوهېږي چې څوك څوك په دغو ولايتونو كې كار كوي؟
په دغو ولايتونو كې خبريالانو په لسهاوو ځله وهل شوي، ګواښل شوي او اوس هم له سخت ګواښ سره مخ دي، خو چېرې دي د خبريالانو د ملاتړ ادارې او مدافعين؟؟
ښاغلى سمندر كله كله د ځينو كسانو د دوسيو څېړلو ته په خپله څارنوالۍ او محكمو ته ورځغلي او په راډيوګانو كې يې بد حال جوړ كړى وي، خو كه عبدالصمد روحاني يا د ناامنو ولايتونو بل خبريال وژل كېږي، پر خوله يې د چوپتيا مهر لګولى او څوك يې اواز نه اوري. نه له دولت څخه د هغه د وژنې د تحقيقاتو نتايج غواړي او نه يې د قاتلينو محاكمه.
نه ده څرګنده كه څوك د سمندر مېرمن شوه، هغه خامخا زړوره شوه؟ موږ ته پوښتنه ولاړېږي چې بهرنيان ولې په دې وروستيو كې ځينو شعاري مسايلو ته دومره پكى وهي چې په اصل كې هېڅ معنى نه لري.
كه وګورې د خبريالانو د ازادو ټولنو مسوولين رحيم الله سمندر او د هغه مېرمن فريده نېكزاد ده، كه د سفما غړي وګورې دوى دي، كه د ژورناليزم نړيوال مركز مسوولين وګورې دوى دي، خو په كوم استعداد، په كوم خدمت او كوم خاص كار؟؟
HYPERLINK “http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=4054” http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=4054
HYPERLINK “http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=46230” http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=46230
HYPERLINK “http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=15097” http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=15097
فريده نېكزاد، ګومان نه كوم د افغانستان په نقشه كې دې په دې وپوهېږي چې نوزاد، انجيل، قره باغ، ميوند او چورې ولسوالۍ په كومو ولايتونو پورې اړه لري؟
تاسې څه فكر كوئ فريده نېكزاد به ډېره زړوره وي كه هغه فرانسوۍ خبرياله چې تقريبا دوه اوونۍ مخكې سروبي ته لاړه او د وژل شويو فرانسويانو له قاتلينو سره يې مركې وكړې، د هغوى عكسونه يې واخيستل او په نړۍ كې يې غوغا جوړه كړه.
ايا كومه ورځ زموږ دا زړوره خبرياله فريده جانه د شينډنډ ولسوالۍ د پېښې په څېر صحنې ته لاړه چې د وژل شويو كورنيو له ښځينه غړوه سره مركې وكړي؟
د خبريالانو د ملاتړ او روزنې له بهرنيو چارواكو هيله كوو، د دې پرځاى چې دا خپلې جايزې غيرمستحقو كسانو ته وركوي، مستحقو كسانو ته دې وركړي. مثلا كه يې په دې برخه كې د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني له كورنۍ سره اقتصادي مرسته كولاى، هم به ثواب و هم خرما.