کور / تازه خبرونه / د هوټل په حمله کی ۴بهرنیان وژل سوي دي

د هوټل په حمله کی ۴بهرنیان وژل سوي دي

رویټر په اسلام آباد کی د داخله وزارت د یو مقام رحمن ملک له خولې خبر ورکوی چی پر مېری یټ هوټل باندی د پرونۍ حملې د مړو شمېر اوس ۵۳ ته رسېدلی او ۲۶۶هم زخمیان دي . ملک زیاته کړه چی په مړو کی څلور خارجیان هم شامل دي چی دوه امریکایان ، یو د چیک جمهوریت ، او یو هم د ویتنام دﺉ . ده زیاته کړه چی ښایی وروسته نور مړي او زخمیان هم ولټول سی . د دې حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه دﺉ منلی .