کور / تازه خبرونه / د اور لګېدو له امله ۴۳ تنه مړه او ۵۱ زخميان سول

د اور لګېدو له امله ۴۳ تنه مړه او ۵۱ زخميان سول


د چين په جنوب د شينژينم په ښار كي د اور لګېدو له امله ۴۳ تنه مړه او ۵۱ ټپيان سول.
د چين دولتي اژانس خبر وركړ چي اور تېر شپه د نڅا په يوه كلب كي لګېدلى چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړول.
پوليسو د پېښي په اړه پلټني پيل كړي خو په تور يې تر اوسه څوك نه دي نيولي او نه هم كومي ډلي د دې كار مسئوليت منلى دئ.
د پوليسو په وينا د اور لګېدني علت هم معلوم نه دئ خو داسي ښكاري چي دا به يوه تروريستي پېښه وي.