د روان کال له پيل راهيسې د ميدان وردګو ولايت زياتره سيمې له امنيتي پېښو سره لاس او ګريوان وې ، خو دکابل _ کندهار لويه لاره ، چې له دې ولايت څخه تېريږي زياته د پېښو او بريدونو شاهده وه .
د دولت مخالفو وسلوالو طالبانو دغه لاره او ولايت ځکه تر فشار لاندې نيولي وو، چې يو خو کابل ته نږدې او بله دا چې د زياترو لويو ولايتونو اکمالاتي لار هم ده .
هغه مهال دغه ولايت زيات ناامنه شو، چې ددې ولايت مخکني والي عبدالجبار نعيمي استعفى وکړه او نږدې تر ددو مياشتو پورې بل والي ددولت له لوري ورته نه وو معرفي شوى .
پر دې مهال دغه ولايت هغه د خلکو خبره ، چې بې څښتنه وو ، نو له همدې امله وسلوالو له دغې موقعې ګټه واخيسته او په دې ولايت کې يې په خوندي توګه خپل فعاليتونه ګړندي کړل او دا ولايت د هېواد په ولايتونو کې د ناامنه ولايت په نوم مشهور شو، خو کله چې له يو څه ځنډ ورورسته محمد حليم فدايي دې ولايت د والي په توګه معرفي شو، نو ناامني په رښتيا چې په ټول ولايت کې خوره وه ، چې يو لامل يې د وسلوالو زيات فشار او بل په ولايت کې د رسيمي والي نه شتون وو .
نوي والي ته په لومړي سرکې ستونزمنه وه ، چې په لنډ وخت کې دې له دا ډول ستونزو څخه په منډه ځان وباسي او دا وخت او کار ته اړتيا لري ، چې ترڅو شپه او ورځ خولې تويې شي او وضعه بېرته عادي حالت ته راوګرځي .
که څه هم چې اوس لا هم کله ناکله امنيتي پېښې رامنځته کيږي ، خو د مخکې په پرتله پکې د پام وړ لږوالى راغلى او فدايي په دې توانېدلى ، چې د زياترو امنيتي پېښو مخه د امنيتي ځواک په پياوړتيااو د ولس په همکارۍ ونيسي .
فدايي ، چې په اداره او منجمنټ او اسلامي علومو کې يې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې، کړي او ډيروخت يې په مدني ټولنو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خلکو سره نږدې کار کړى ، نو په نه سټړې کېدونکيو هڅو سره په دې وتوانېد، چې لومړ په اداروکې هغه ګډوډي ، چې د والي په نه شتون کې رامنځته شوې وه ، له منځه يوسي او بله دا چې د ناامنۍ په کمولو او له منځه وړلو کې يې له ولس سره په ګډه شپه او ورځ کار وکړي ، ترڅو وتوانيږي، چې ولس له ځان سره همکار او د ناامنۍ زور اوبه کړي .
فدايي لومړى هغه يو شمېر امنيتي ځواکونه او چارواکي ، چې دسيمې له عامو وګړيو سره يې زور زياتى کاوه، ګوښه کړل او پر ځاى يې نور روزل شوي کسان په دندو وګمارل ، چې دغه چاره په نرخ ،دايميرداد، جغتو ، جلريز او د سيداباد په ځينو سيمو کې د خلکو په خوښه ترسره شوه .
دغه والي د ولايت په ټولو ادارو کې د ښې کاري وړتيا په رامنځته کولو لاس پورې کړى او ترډيره بريده چارو د پام وړ بدلون موندلى دى .
فدايي په دې لږ وخت کې وکولاى شول ، چې د ميدان وردګو ولايت په ټولو ولسواليو قومي شوراګانې جوړې کړي ، دغه اته جوړې شوې شوراګانې لومړى په هره ولسوالۍ کې د ٢٠٠ قومي مشرانو په ګډون او بيا د ٢٥استازيو په مشرۍ جوړې شوي ، چې دنده يې د سيمې د خلکو د ستونزو په ګوته کول او د حل لارې ورته لټول ، د امنيت ټينګښت ، ددولت او د ولس ترمنځ د واټن لږکول او له منځه وړل ، د بيارغونې د پروژو د لومړيتوبونو په ګوته کول ، له نشه يي توکيو سره مبارزه او… نور دي .
نوموړي دغه راز د علماوو او جهادي قوماندانانو په شورا جوړولو هم پيل کړى او ددوي په مټ به وتوانيږي ، چې ددې ولايت علم پروره ولس ته د پام وړ خدمتونه وکړي .
که هم چې ددې والي لاتراوسه په دې ولايت د کار دوه مياشتې نه کيږي ، خو له ولس سره د ښو اړيکو او شفاف کار په ترسره کولو سره په دې توانېدلى ، چې په دې ولايت کې امنيتي ، ټولنيزې او اداري ستونزې راکمې کړي او د بيارغونې چارو ته لاس کړي .
که والي او ددې ولايت ولس په ګډه همداسې خپلو نه ستړي کېدونکيو هڅو ته دوام ورکړي ، نو لرې نه ده ، چې دغه ولايت به د امنيت او بيارغونې له پلوه د يوه آباد ولايت بڼه غوره کړي چې بيا به ددې ولايت وګړي د ټوپک پرځاى قلم او کتاب کاروي او انسان وژونکي باروت به د قلم په رنګ بدلوي .
په همدې هيله