کور / شعر / د ملالۍ ټپه

د ملالۍ ټپه

 


نه يې زلفې کړې سمسورې په سپين مخ
نه يې چا کړې سترګې تورې په سپين مخ
نه اختر شو نه پرې ژمی پسرلی شو
اسماني کاڼي را اوري په سپين مخ


دي د حسن ښاپيرۍ زړو جامو کې
شوې روانې په بل لوري په سپين مخ
چا مجبور کړی چې له خپله کوره وځي
بدنامي مه شه ورپورې په سپين مخ


د جنګ تور ښامار ترې وخوړل پړوني
رابهر شوې په سر تورې په سپين مخ
چا يې مخ ته نيغ کتی نه شول له ډاره
اوس بې ستره دوري وري په سپين مخ


چا يې لاړي د کور يووړل چا بړستنې
پيغلې ووتې سر تورې په سپين مخ
د خپل کور په دروازو کې تالاشي شوې
داسې سپکې وشوې نورې په سپين مخ


چا اوبو ته ځان ګوزار کړو چا له له بامه
ناوو کړلې جامې تورې په سپين مخ
د پښو تلې يې پاتې شوې په غرو کې
څه ورپښ شول درنې خورې په سپين مخ


د قدرت پالوانان لا قرار نه دي
سپينې سپينې شولې تورې په سپين مخ
ستا بې وسه تړمې اوښکې چې چا توی کړې
رسوا کيږي درنې مورې په سپين مخ



د ملالې ټپه بيا پيغلو تکرار کړه
د ناهيده غيرت که ګورې په سپين مخ
خدمتګاره! د افغان يووالی غواړه
که يې وچې اوښکې ګورې په سپين مخ