د ناټو دمطبوعاتي دفتر له خوا خبر ورکړه شو چي ځواکونو يې نن د هلمند په سنګين ولسوالي کي يو ولسي وګړئ په ډزو ژوبل کړ چي وروسته د ورپېښو ټپونو له امله په حق ورسېدئ . په خبرپاڼه کي ويل سوي چي بهرنيو سرتيرو پر لاروي ولسي وګړي د دريدو تر امر وروسته ډزي وکړې ، په خبرپاڼه کي په دې اړه خواشيني څرګنده سوې ده .
د هلمند ولايت يوه اوسيدونکي حاجي محمد لراوبر ته وويل : دا لومړی ځل نه دی چي ناټو پر ولسي وګړو ډزي کوي او بيا بخښنه غواړي ، دوی ( ناټو سرتيري ) وخت او بې وخته په ښارونو او د ګڼي ګوڼي په سيمو کي تګ راتګ کوي او له خلکو غواړي چي دوی ته لاري خوشي کړي . نوموړی وايي دې لړۍ ورځ تر بلي ورځي د دولت او بهرنيانو د مخالفينو صفونه قوي کړي دي ، که يې مخنيوئ ونه سي يوه ورځ به د ولس اکثريت ددوی په مقابل کي راپورته سي .
د يادوني وړ ده چي ناټو پرون هم يو لارۍ چلوونکی په ډزو وواژه او دې ته ورته پېښي په دې وروستيو کي زياتي شوي دي .