کور / رسنۍ / د لوبې مجلې درېيمه ګڼه له چاپه راووته

د لوبې مجلې درېيمه ګڼه له چاپه راووته

د لوبې مهالنۍ مجلې پرله پسې درېيمه ګڼه په ښکلي او رنګه بڼه په ٤٠ مخونو کې په کابل ښار کې تازه له چاپه راووته .
د مجلې په لومړي مخ د اولمپيک په سږنيو سياليو کې دژېړو د مډال افغان ګټونکي روح الله نکيپا او په خوست کې دامريکايي پوځيانو په ډزو د کرکټ دملي لوبډلې د وژل شوي لوبغاړي رحمت ولي انځورونه راغلي دي .
دغه ګڼه کې د سرمقالې په ګډون تر ١٩ سرليکونو لاندې ، مرکې ، کورني او بهرني خبرونه ، مقالې او د اولمپيک د مډال ګټونکو نوملړ چاپ شوى دى .
د لوبې دغه ګڼه هم د تېرو ګڼو په څېر په رنګه عکسونو سمبال ده او په لسګونو عکسونه په کې چاپ شوي دي .
د لوبې په تازه ګڼه کې د هېواد له وتلي خو له پامه غورځېدلي کراټې استاد او د پولادي او اوسپنيز شخص له ا لقابو ګټونکي ډاکټر خوشحال قريشي سره مرکه شوې ده .
لوبه مجله دا مهال د هېواد له ١٢ ولايتونو پرته په پاکستان ، امريکا او لندن کې هم استازي لري .
د دغې مجله موسس زراب شاه زهير ، د امتياز خاوند جاويد احمد هميم کاکړ او مسوول مدير يې حامد بابر امين زى دى .
همدارنګه ، حکيم بشارت ، عبدالله الهام جمالزى او نعمان دوست يې د کتنپلاوي غړي دي .
لوبه ، په هېواد کې لومړنى رنګه مجله ده چې يواځې سپورټ ته ځانګړې شوې ده .

د لوبې مينوال کولى شي د خپلې خوښه دغه مجله دکابل ښار په شاه شهيد کې د ابدالي سپورتس ، په جلال آباد ښار کې د ګودر کتاب پلورنځي او په خوست ښار کې د پوهنه کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړي .
د لوبې مجلې لومړۍ ګڼه په ثور او دوهمه يې په سرطان مياشت کې له چاپه راوتلې ده.