بسم الله الرحمن الرحيم
دنړۍ سوله غوښتونکي اودردمندولسونه شاهددي ، چې کومې ورځې اوشيبې چې په نړيواله کچه دبشريت ددفاع ، ودې اونجات لپاره نومول شوي او څوک يې اوس دمخکښى نارې پورته کوي ،ثابته شوې چې ترډيره حده هم هغوى دبشريت دتباهي ، ورکاوي ، کړاواودربدرى لپاره ډيرکارکوى ، دوى يې عاملين اومجرمين دي
له نوروورځواوبيلګوکه تيرشواويواځې دستمبرد(٢١) نيټې په اړه يادونه وکړوچې هرکال په نړيواله کچه دسولې دځانګړې ورځې په توګه نمانځل کيږي او دغه ورځ په غرب اوامريکاکې له نوروځايوزياته په درنومراسمو، غټوټکواود بيدريغه لګښتونوپه ترسره کيداترې درناوى کيږي ، نوکه چيرې دغرب اوامريکايې واکمنوله دغې ورځې سره بياعملي برخورداوچلند تحليل اووتلل شي چې څومره يې په نړۍ کې دسولې اوثبات لپاره هڅي کړي اوخپلودغودعوواوشعارونوته يې ترکومې اندازې پورې دعمل جامې وراغوستي ،ښايي ډيرژرڅرګنده شي چې که امريکا، برتانيااودغرب ځينې خودخوااومستبدواکمن رژيمونه نه وي اودوى دنړۍ دسولې اوسمکي په وړاندې خنډونه اواړمونه ونه ګرځي شايدنړۍ په رښتيني ډول دسولې ، ثبات، يوپه بل دلورينې ، ښه ګاونډيتوب ،ګډې بشري خواخوږى اومتوازينې راشه درشې ليدونکي اوڅښتنان ووسي .
خوداامريکااونړيوال همغږي يې دي چې دنړى په هر کونج اوکنارکې اوربل کړى ،يوهيواديې دبل غليم ګرځولاى ، ديوه هيوادولسونه اوپرګنې يې په خپل منځ کې سره په دښمنى اوتفرقې اخته کړى ،له هغوى يې سوله ترې ترى تمه کړې ، ثبات يې ترينه تښتولى ، دملي وحدت شيرازه يې ورنړولې او دفقراوغربت په ګرداب کې يې لاهوى کړي ، اوداسې نور…
دسولې دنړيوالې ورځې په بهانه که دافغانستان اوعراق مسلمان ولسونه له نړيوال عدالت ، ذهنيت اووجدان نه پوښتنه وکړي ، چې داڅوک دى چې دا اووه ، اوپنځه کاله يې ددوى له سيمې اوهيوادونونه سوله په بډه وهلې ، دجرم اوجنايت دروازې يې ورته راپرانيستي ، دقتل ، غارت اوچپاوسيلى يې وردننه کړي ، دوينو ويالې يې روانې پرې ايښې ، دملي خپلواکۍ اوخپلواکونظامونوبرجونه يې په بل مخ غورځولي اوټول بشري اوانساني اقداراوحقوق يې پايمال کړي ، په يوه ورځ دوه سوه کسه ولسي وګړي وژني ، ژوبلوي يې ، شپږ کلن ماشومان ، اواوياکلن سپين ږيرې دګوانتنامو، بګرام اوابوغريب په جهنمي زندانونوکې کړوي اوهررازغيرې انساني چلندورسره کوي ، جوته ښکاري چې دنړيوالې سولې مدافيعين اودعواه داران به هيڅکله دومره جرئت اوسپڅلتياونلري چې په زغرده تورته توراوسپين ته سپين ووايي اودامريکااوناټوله جنګي اوداسلامي امت دوينوله تږوواکمنووپوښتي چې داکوم جمهوريت ،ديمکراسي اوسوله ده چې په راوستوله تيرواووکلونوراهيسې نيږدې ديونيم لک مسلمانووګړو وينې وبهول شوې ، خوبياهم چاسوله ،سوکالي اوخوشحالي ونه ليده.
دا چې دنړيوالې سولې غليمان څرګند، دبشريت په ضديې جنايتونه اوشوم پلانونه ښکاره اوله چاپټ ندي ، خوبياهم چې همهغوى دسولې دورځې سرلاري کوي اوپه دغه ورځ له ځانونه سپين بازان جوړوي ، نوښايي په دې صورت کې دسولې ورځ هسې تشه نمايشي بڼه اودمظلوموملتونو دتيرايستلويوه بله هڅه اولومه وبلل شي، خولدې سره سره که په افغانستان کې ناټو، امريکااودهغوى پيروان په رښتياسره ددغې ورځې درناوى وکړي ، له فريب اوچلبازى پرته دزړه له کومي دجګړې بنديدل اعلان کړي ، دافغانستان اسلامي امارت به هم خپلومجاهدينوته په دغه ورځ ددفاعي موقف دغوره کولوحکم صادرکړي .
د افغانستان اسلامي امارت